د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايې چې د وسله والو مخالفانو له لوري د تخریب شوو ﭘﻠﭽﮑﻮﻧﻮ او پلونو او ورانو شوو لارو د جوړولو لپاره لسګونو میلونو ډالرو ته اړتیا ده.
د دې وزارت مرستیال د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تیروڅوکلونو کې لسګونه پلونه او پلچکونه له منځه تللي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کراتو ټينګارکړی چې د لویو لارو د امنیت تامینولو لپاره د دوې هڅې دوام لري.
د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايې چې په وروستیو کلونو کې د خښ شوو ماینونو د چاودنې له کبله په لویو لارو کې ګڼ شمېرپلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي.
د دې وزارت مرستیال احمد شاه وحید د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيوسره په خبروکې وویل چې په لویو لارو د نا امنیو د زیاتیدو له امله 14 لوی پلونه او نژدې یو سلو شل پلچکونه تخریب شوي دي.
دغه پلونه او پلچکونه ترډیره د کابل –کندهار او کندهار- هرات په لویو لارو وران شوي دي.
د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشا وحید وایي، چې د دغو پلونو له ورانیدو سره لویې لارې هم خرابه شوي، چې په بیا جوړیدو یې درې سوه پنځوس ملیونو ډالرو ته اړتیا ده:
″د دغو پلچکونو پلونو او تخریب شوو سړکونو د بیارغولو لپاره تقریبآ درې سوه پنځوسو ملیونو ډالرو ته اړتیا ده، ترڅو بیرته خپل لومړي حال ته راشي.″
د کابل ـ کندهار او هرات سړک اته کاله مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايې ادارې په شپږ سوه میلونو ډالره لګښت جوړ شو.
د فواید عامې وزارت مرستیال همدارنګه له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو تخریب شوو سړکونو او پلچکونو د بیارغونې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
موږ د دې راپور د جوړیدو پرمهال د طالبانو نظر هم وپوښت.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیوته وویل، چې د پلونو په ورانیدو کې دوی ډیره برخه نه لري، خو کله نا کله یې ملګري د بهرنیو ځواکونو د وسایطو د له منځه وړو لپاره مجبوریږي، چې د پلونو لاندې ماینونه کیږدي.
خو یو شمېرکابل ښاریانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا مساله وغندله او له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د مخنیوي لپاره يې جدي اقدامات وکړي.
هڅه مو وکړه، چې د دې موضوع په اړه د کورنیو چارو وزارت غبرګون هم را واخلو، خو د دې وزارت مسولین خبرې کولو ته حاضر نه شول.
خو تر دې مخکې دې وزارت په کراتو ټينګارکړی چې د لویو لارو د امنیت د تامین د دوي په کاري لومړيتوبو کې ځای لري.
د افغانستان د فواید عامې وزارت بیا په هېواد کې د دایمې سولې ټينګښت، د سړکونو د جوړولو لپاره د کافي بودیجې موجودیت او د خلکو همکاري په لویو لارو کې د سړکونو او پلچکونو د حفظ او مراقبت لپاره مهم بولي.
راپور: ناجیه ساپۍ