د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

چارواکي: د حقاني شبکې دوه غړي په بحرین کې نیول شوي


انس حقاني
انس حقاني

یو شمېرافغان او لویدیځ چاراکي وايې، د حقاني شبکې دوه غړي چې کابل ادعا کوي افغان ملي امنیت نیولي، اصلاً د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوي دي.

والستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، په خلیج کې چیرته چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او حقاني شبکې یو شمېرمشران ازاد ژوند کوي، د دې دوه کسانو نیول د افغان حکومت د مخالفانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په چلند کې احتمالي بدلون ته اشاره کوي.

د حقاني شبکې د دوو غړو د نیول کیدو په اړه تازه معلومات ښيي چې دا دواړه لومړی د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوی او وروسته بیا افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

یو لوړ رتبه افغان امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي والستریت ژورنال ته تائید کړې ده چې انس حقاني او حافظ رشید په خلیج کې نیول شوي خو دغې سرچینې د خلیج کوم هېواد نوم یاد نه کړ.

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم په دې اړه چې انس حقاني او حافظ رشید چیرته نیول شوي، څه نه دي ویلي.

طالبان بیا وايي چې دا دوه کسان د اکتوبر په ۱۲ نیټه په بحرین کې د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي او قطر او متحده عربي اماراتو ته تر لیږدولو وروسته افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

خو افغان مقامات وايي، د انس حقاني او حافظ رشید د نیولو عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي او امریکايي خوا په کې ونډه نه درلوده.

د طالبانو یو شمېرغړي او د حقاني شبکې ځیني مشران تراوسه پورې په قطرپه ازاده توګه اوسیدل.

قطرتردې مخکې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د اسانتیاو په برابرولو کې هم رول لوبولی دی.

طالبان وايي، دواړه نیول شوي کسان دوحې ته تللي وو چې د حافظ رشید له ورور محمد نبي عمري سره چې له ګوانتنامو څخه قطرته لیږدول شوی، وویني.

طالبانو ویلي، د انس حقاني او حافظ رشید نیونه د هغې موافقې خلاف ده چې پراساس يې د ګوانتنامو له زندانه قطرته د انتقال شوو طالب مشرانو او د هغوي د خپلوانو ترمنځ د لیدلو اجازه ورکوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای له حقاني شبکې ملاتړکوي .خو اسلام اباد بیا دا خبره نه مني.

په همدې حال کې ځیني کتونکي په دې باوردي چې د حقاني شبکې د مشرتابه د ځینو غړو په وژل کیدو او نیول کیدو سره دا شبکه د تیر په مقایسه کمزوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG