د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، چې چاودنه نن سهار د ۷ بجو په شااوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټرشوې ده.
دغه ماین د سړک په غاړه کې ځاې پرځای شوی وو.
د دفاع وزارت ویاند وایي، چې په چاودنه کې شپږملکیان هم ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
پخواني معلومات:
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند اقا علي شمس په سیمه کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ټپيانوکې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی:
″د چاودنې هدف د دفاع وزارت د مامورینو موټر و، د هغه معلوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي دي لس تنه ټپیان شوي دي چې، د دوو تنو حالت یې د اندیښنې وړ دی.″
ویل کیږي چې د پیښې ټول ټپیان د ملي اردو منسوبین دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې، چاودنه د ریمونټ کنټرول ماین په واسطه شوې ده.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې.