د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

کابل: پرکڼو ماشومانو د اوریدو الکترونیکي غوږۍ وویشل شوې


د بنياد بیات مشراحسان الله بيات په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دا وسیلې به شپږسوه پنځو کڼو ماشونو او ځوانانو ته په دوو ورځو کې وویشل شي.
د بنياد بیات مشراحسان الله بيات په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دا وسیلې به شپږسوه پنځو کڼو ماشونو او ځوانانو ته په دوو ورځو کې وویشل شي.

په کابل کې سلګونه کڼو ماشومانو او ځوانانو ته د اوریدو لپاره الکترونیکي غوږۍ وویشل شوې.

د دې وسیلو د ویشلو لړۍ د سې شنبې په ورځ د (Starkey Hearing Foundation ( او بیات بنیاد له خوا پیل شوه چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د بنياد بیات مشراحسان الله بيات په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د اوریدو د دې وسیلې په ویشلو سره به په لومړي ځل دغه کسان غږونه اوري.

په کابل د بیات بنیاد له خوا څه باندې شپږسوو هغو ماشومانو ته د اوریدو لپاره الکترونیکي وسیلې وویشل شوې، چې غوږونو یې د اوریدو وړتیا نه درلوده.

د بنياد بیات مشراحسان الله بيات په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دا وسیلې به شپږسوه پنځو کڼو ماشونو او ځوانانو ته په دوو ورځو کې وویشل شي.

نوموړي وویل چې د دې وسیلې په واسطه به دا کسان په لومړي ځل غږونه اوري:

″موږ او تاسې په هغه محفل کې راټول شوي یو، چې په دوو ورځو کې به شپږ سوه پنځو هلکانو او انجونو ته به د اوریدو وسیلې فعالیږي، چې دوي په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره به غږ اوري.″

دغه شمېرکاڼه ماشومان په کابل کې په ځانګړو ښوونځیوکې په زده کړو بوخت دي.

له بلې خوا د اسټارکي فونډيشن عمومي مشربیل استن وویل، چې له بنیاد بیات ادارې سره به په ګډه اړو خلکو سره د مرستو لړۍ ته دوام وکړي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزیره آمنه افضلي هم د بنیاد بیات او سټارکي فونډيشن له دې اقدام څخه هرکلی وکړ.

میرمن افضلي چې په دې مراسموکې يې برخه اخستې همدارنګه له نوروخلکو وغوښتل چې د اجتماعي خدماتو په برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي:

″دا د ویاړ ځای دی، هغه ځوانان او ماشومان چې مخکې نه اوریدل له دې وروسته به د دې وسیلې په واسطه اوري، هیله لرو له ټولو هغو خلکو چې توان لري د بېلابېلو اجتماعي پروګرامونو له لارې باید له خلکو او افغان دولت سره مرسته وکړي.″

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغان ټولنه کې دوه اعشاریه اووه سلنه وګړي معلولین دي، چې له دې جملې نه ۲۵ اعشاریه پنځه سلنه یې د حسي برخې معلولین دي.

د یو شمېر ریپوټونو پربنسټ یوشمېرخپرې شوې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې سل زره داسې وګړي دي چې په غوږونو څه نه اوري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG