د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

دفاع وزارت، په څلورو کلونو کې د ملي اردو تلفات اعلان کړل


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې تر اوسه د ملي اردو نږدې شپږ زره سرتیري وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي دغه ارقام په خپله ټوټیټرپاڼه کې لیکلي دي.

په همدې حال کې یو شمېرپوځي کارپوهان ملي اردو ته اوښتې تلفات د اندیښنې وړبولي او د مخنیوي لپاره یې د دې وزارت په رهبري کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

دفاع وزارت په داسې حال کې د ملي اردو د تلفاتو ارقام خپروي، چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونوکې د ملي اردو په وړاندې د مخالفینو حملې زیاتې شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت مسولین وایي، د ۱۳۸۸ هجري لمریزکال له پیل راهیسې د روان ۱۳۹۳ کال د سنبلې تر وروستیو په ټول افغانستان کې د ملي اردو ۵۹۰۳ سرتیري وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي دغه ارقام په خپله ټویټرپاڼه کې خپاره کړي او د دې ارقاموله مخې ملي اردوته ترټولو خونړی کال ۱۳۹۲ کال دی، چې ۱۴۰۰ سرتیري په کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادۍ راډیوته وویل، چې د ملي اردو د تلفاتو زیاتیدل به د دوی په روحیه منفي اغیزه ونه کړي، ځکه چې دغه کسان د هېواد د دفاع په خاطر قرباني شوي دي:

″د افغانستان خلک پوهیږي، چې د خپلو خلکو او وطن د دفاع په خاطر جنګیږي او د هغو ارزښتونو لپاره قرباني ورکوي، چې دوی ته مهم دي، هرڅومره چې دغه تلفات زیاتیږي په هماغه اندازه د خلکو حساسیت او حضور زیاتیږي.″

ښاغلی عظیمي وایي، د ملي اردو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د دې وزارت په محافظتي تدابیرو کې بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیوکې په کابل او یو شمېر ولایتونوکې د ملي اردو په وړاندې د مخالفینو حملې زیاتې شوي دي.

په کابل کې د سې شنبې په سهار هم د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه، چې د ملي اردو څلورسرتیري په کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د دفاع وزارت د خپرو شوو ارقاموله مخې په ۱۳۸۸ کې د ملي اردو ۶۳۵، په نهه اتیایم کې ۷۸۴، په نویم کې ۸۴۱، په یونوي یم کې ۱۱۷۰ په دوه نوي یم کې ۱۴۰۰ او د روان درې نوي یم کال په شپږو میاشتو کې ۹۵۰ عسکر وژل شوي دي.

د پوځي چارو یو شمېرڅیړونکي د ملي اردو ځواکونو ته د زیاتې مرګ ژوبلې لامل د دفاع وزارت د رهبرۍ کمزوزي بولي.

جنرال عتیق الله امرخیل خیل ازادۍ راډیوته خپل نظر داسې څرګند کړ:

″مسلکي خلک نه دي، ناپوه کسان په قدرت کې راغلي، هغه نه شي کولای، چې سوق او اداره د جګړې وکړي او ښه تعلیم او تربیه ورکړي خپلو کسانو ته، دوی فقد خپله څوکۍ ساتي، دویمه خبره د بې تفاوتۍ موضوع ده، تشکیل او تعینات داسې شوي، چې په واسطه باندې یو کس یو مقام ته رسیدلی دی، هغه اهل ددې کار نه دی، هغه یې نه شي کولای.″

ښاغلی امرخیل وایي، ترڅوچې د امنیتي ارګانونو او په ځانګړې توګه د دفاعي ځواکونو په لیکو کې ژور بدلون او اصلاحات را نه شي، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کمیدل امکان نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشراشرف غني احمدزي هم د نظام د نورو برخو په ګډون په امنیتي او دفاعي برخه کې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې کارپوهان د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دوی په تجهیز او روزنې هم ټینګار کوي.

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG