د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

اسلام اباد: القادري د نواز شريف د حکومت پرضد احتجاج پاى ته ورساوه


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د صدراعظم نواز شريف د حکومت يوه مخالف سياسي ګوند په دې ښار کې خپلې احتجاجي غونډې او لاريونونه پاى ته ورسول.

د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريګ ګوند زرګونو پلويانو چې د اګست له ١٤مې نېټې راهيسې يې په پايتخت اسلام اباد کې؛ د دې هېواد د پارلمان ودانۍ ته نزدې د نوازشريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه او احتجاجي غونډې پيل کړې وې؛ د چهارشنبې په شپه خپلې احتجاجي غونډې پاى ته ورسولې.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او قادري په مشرۍ د دې هېواد عوامي تحريک ګوند تور لګوي چې نواز شريف په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

دوى له نوازه شريفه غواړي، چې استعفا ورکړي، پارلمان منحل کړي او په پاکستان کې نوې ټاکنې ترسره کړي.

د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل چې دوى په اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي غونډو او لاريونونو لومړي پړاو ته د پاى ټکى ږدي او په دويم پړاو کې دا غونډې د پاکستان يو شمېر نورو ښارونو ته غځوي چې په ترڅ کې به يې تر محرم وروسته د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د حکومت ضذ لاريونونه او مظاهرې ترسره کړي.

هغه زياته کړه، که څه هم حکومت د تېرو ٢ مياشتو د احتجاج په ترڅ کې زموږ غوښتنې ونه منلې؛ خو دې غونډو لږ تر لږه پاکستاني ولس ته شعور ورکړ؛ راويښ يې کړ او د خپل حق غوښتلو جرات يې ورکړ:

"نن زه د انقلاب مارچ د احتجاجي غونډې لومړى پړاو پاى ته ورسوم؛ تر دې وروسته زه دا احتجاج د اسلام اباد پر ځاى د پاکستان نورو ښارونو ته غځوم؛ زما احتجاج اوس د انقلاب پر سفر واوښت او زه به تر دې وروسته په هر ښار کې دوه ورځنۍ احتجاجي غونډې ترسره کوم."

هغه همداز زياته کړه، چې د نواز شريف تر استعفا او د يوه قومي حکومت تر جوړولو پورې به له خپلې هلو ځلو لاس وانخلي.

طاهر القادري، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره يوځاى يې د اګست په ١٤مه نېټه د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د "انقلاب مارچ" په نامه د حکومت ضد لاريون او مظاهرې پيل کړې؛ په لومړي سر کې له حکومته وغوښتل چې نوازشريف دې استعفا ورکړي؛ د پارلمان په ګډون دې ايالتي اسامبلې منحل کړي او يو قومي حکومت دې رامنځته کړي.

د طاهر القادري پلويانو په اګست مياشت کې د پاکستان پر پارلمان او همداراز پر يو شمېر نورو دولتي ودانيو يرغل هم وروړ چې له پوليسو سره يې نښتې رامنځته شوې او په نتيجه کې يې؛ د دې ګوند ٣ غړي مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

د يادونې وړ ده چې که څه هم د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستاني حکومت يوه سياسي مخالف ګوند په اسلام اباد کې خپلې احتجاجي غونډې پاى ته ورسولې؛ خو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان يو ځل بيا وويل چې تر هغې به له اسلام اباده لاړ نه شي؛ ترڅو چې يې د نواز شريف استعفا نه وي اخيستې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG