د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

خلیلزاد: چين په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي


د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد

په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير وايي؛ چين کولی شي په افغانستان کې د سولې په راوسلتو کې مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد له ازادي راډيو سره د دې موضوع په هکله خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، د افغانستان جمهور ريیس اسرف غني احمدزی راتلونکې اوونۍ چين ته ولاړ شي. د ښاغلي خليلزاد په وينا، افغانستان کولی شي، د سولې په راوستلو او پانګې اچونې لپاره د چين له هفوذ څخه استفاده وکړي.

ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی چين ته ولاړ شي. څېړونکي په دې باور دي چې دا سفر ډېر مهم دی ځکه چې چين د افغانستان سره پوله لري او له بلې خوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره لېوالتيا او امکانات لري.

زلمی خليلزاد چې په افغانستان، عراق او ملګري ملتونو ته د امريکا پخوانی سفير چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور کې افغانستان ته د امريکا د جمهور ریيس ځانګړی استازی هم و؛ په دې باور دی چې چين کولی شي؛ په بېلا بيلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دا هيواد د فاصلې له نظره افغانستان ته ډېر نيږدې دی او له افغانستان سره ګډه پوله لري؛ نو له دې کبله کولی شي؛ د خپلو پروژو په اساني سره څارنه وکړي.

دوهم دا چې چين د افغانستان د معادنو په برخه کې د پانګې اچونې لېوالتيا لري او د افغانستان له حکومت سره يې د مس عينک پروژه لاسليک کړې ده.

که هر څه د دې پروژې کار په بشپړه توګه ښه نه دی روان؛ خو که دا پروژه تر سره شي، د افغانستان په کورني عوايدو کې به د سلګونو ډالرو اضافه وشي.

له بلې خوا چين کولی شي؛ د امريکا او سعودي عربستان په مرسته پر پاکستان فشار راولي؛ تر څو دا هيواد طالبان د سولې د مذاکراتو مېز ته کښېنوي. د ښاغلي خليلزاد په وينا، په افغانستان کې د سولې د نشتوالی د پاکستان د ځينو امنيتي ارګانونو له لاسه دی:

"چين يو داسې هيواد دی چې پر پاکستان نفوذ لري او له لسيزو راهيسې د پاکستان ستراتيژک ملګری هيواد دی. که چين د پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اړيکو د ښوالي ملاتړ وکړي؛ نو د سولې په بهير کې د برخه اخيستو او له جګړې د لاس اخيستلو لپاره پر طالبانو د فشار په راوستلو کې مثبت رول لوبولی شي.

چين کولی شي، د امريکا له نفوذ سره يو ځای پر پاکستان فشار راوړي او دوی دې ته اماده کړي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره خنډ نشي او طالبان تشويق کړي، ورباندې ويې مني او پرې فشار راولي چې؛ د سولې په بهير کې برخه واخلي."

ښاغلي خليلزاد زياته کړه چې د دې کار بريا د افغانستان د حکومت له ستراتيژۍ او پلان سره تړاو لري او هر څومره چې د افغانستان ستراتيژي او پلان ښه وي؛ د برياليتوب کچه هغومره زياته ده:

"په تېرو وختو کې، په افغانستان کې ضعيفه نکته د افکارو کمي نه وه بلکه د يوې ستراتيژۍ او پلان او د دې پلان او ستراتيژي د تعقيب نشتوالی وو.

زه هيله من يم چې نوی حکومت به په دې برخه کې تر پخواني حکومت ښه کار وکړي."

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت سرپرست محمد عمر داودزي هم ويلي چې افغانستان غواړي؛ د چين له نفوذ څخه په کار اخيستلو سره؛ پر طالبانو فشار راولي. ښاغلي داودزي چې په نوې ډلي کې يې د امنيتي کنفرانس تر څنګ خبريالانو ته خبرې کولې وويل؛ چين په خپله په دې هيواد کې له سخت دريځو له لاسه اندېښمن دی.

د افغانستان د جمهوري رياست د اعلاميې له مخې؛ اشرف غني احمدزی به چين ته د خپل سفر پر مهال د دې هيواد له مشرانو سره د ليدلو سره له تاجرانو او پانګه اچوونکو سره هم وګوري. او د نړيوالو او سيمې د ستونزو د کارپوهانو سره د ګردي مېز په غونډه کې برخه واخلي.

جمهور ریيس احمدزی راتلونکې اوونۍ د درو ورځو لپاره چین ته ځي. د افغانستان د جمهور ريیس په توګه له لوړې وروسته دا بهر ته د ولسمشر لومړی کاري سفر دی.

XS
SM
MD
LG