د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

خان سعید او رمزي موافي د تروريستانو په لست کې ورګډ کړای شول


د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دې هيواد د پاکستان او مصر دوه وګړی د تروريستانو په ليست کې شامل کړل. په دې ليست کې پر شاملو کسانو يو شمېر بنديزونه لګيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د مصر او پاکستان دوه وګړي ترهګر نومول شوي دي چې په پايله کې به پر دوی يو شمېر بنديزونه ولګول شي. د دې بنديزونو په پايله کې تروريستان نومول شوي کسان له امريکايانو سره په تجارت کې برخه نه شي اخيستلی او په امریکا کې د دوی ټولې شتمنۍ کنګل کيږي.

په دوو ترهګر نومول شويو کسانو کې يو چې خان سعيد نوميږي، پاکستانی دی. خان سعيد د ۲۰۱۳م کال د مې په مياشت کې د ولی الرحمان له مړينې وروسته د تحريک طالبان پاکستان مرستيال مشر شو.

د امريکا په فلوريډا ايالت کې سياسي څېړونکی ډاکټر محمد تقي وايي؛ خان سعيد د پاکستان او حقاني شبکې سره نيږدې ګڼل کيږي. دی د پاکستان په نظر د ښو طالبانو څخه يو دی او له ده سره د پاکستان اړيکې د ملا فضل الله سره د اړيکو په پرتله ښې دي. نو له دې کبله د خان سعيد په اړه د پاکستان او امریکا په نظر کې فرق شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، خان سعيد په افغانستان کې د جګړې تجربه لري او داسې ګڼل کيږي چې د کراچي پر سمندري ډګر په حمله کې يې لاس درلود.

د خان سعید په هکله دا هم ويل کیږي چې د ۲۰۱۲م کال د بند په ماتولو کې يې هم لاس درلود. په دې پېښه کې له بند څخه د پاکستان په ښار بنو کې ۴۰۰ طالبان وتښتېدل.

خان سعيد د تحریک طالبان پاکستان د محسود څانګې مشر دی او دا څانګه په ۲۰۱۴م کال کې له دې تحريک څخه جلا شوه. له جلا کېدو وروسته، سعيد په یوه علني اعلاميه کې د ترهګرۍ د عملياتو د دوام په اړه خبرداری ورکړ.

د امريکا له خوا د تروريستانو په ليست کې دوهم شامل شوی کس د مصر وګړی دی او رمزي موافي نوميږي. رمزي د القاعده پخوانی غړی دی او د اسامه بن لادن پخوانی ډاکټر پاته شوی دی.

راپور: ملالۍ بشير

XS
SM
MD
LG