د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ننګرهار: باز خیريه بنسټ له يو شمېر زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه


د جلال اباد ښار مرکز اړوند د بهسود هوټلونو ته مخامخ په بیديا کې د شلیدلو خیمو لاندې له یو شمېر زده کوونکو سره د سه شنبې په ورځ د بازخیريه بنسټ لخوا د درسي توکو مرسته وشوه.

د مشال راډيو خبریال او د بازخيريه بنسټ مسول بازمحمد عابد ازادۍ راډيو ته وویل،دوی تل هڅه کړې،چې په بیلابیلو برخو کې غریبو او اړو کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي وويل، دا ځل د خیریه کارونو لړۍ نوره هم وغځوله او نن يې له یوه وروسته پاتې ښوونځي په لسګونو زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه:

"دغه یو سلو شپیته بستی،چې نن موږ په دې ښوونځي کې وویشلې،دا زموږ د یوه ملګري ننګيالي اتل،چې د شجاعت جایزه ګټلې وه د جایزې پيسې وې،چې موږ ته يې راستولې وې او غوښتنه يې کړې،چې په دې پيسو له یوه داسې ښوونځي سره مرسته وشي،چې هغه اړ وي"

ددې ښوونځي مدیر محمد حسن او يو شمېر زده کوونکو خوښي ښکاره،چې د باز خیریه بنسټ له لورې ورسره مرسته وشوه:

"ليسې مدير:د باز بنسټ لخوا زموږ غریبو شاګردانو ته،کتابچې،قلمونه،رنګې او هندسي بکسې ورکړل شوې،زما غوښتنه ده،چې دغه ماشومان غریب دي او نورو مرستو ته هم ضرورت لري.

زده کوونکي:نن،چې موږ سره د کتابچو او نورو شیانو مرسته کړې ورنه مننه کوو،او زموږ وس نه رسیده،چې دا ځان ته واخلو دا زموږ لپاره لوی کمک دی"

بلخوا د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري د ياد بنسټ له مرستو مننه وکړه او پر نورو سرمایه لرونکو خلکو يې هم غږ وکړ،چې دغه ډول غریبو زده کوونکو سره دې مرسته وکړي:

"دا تر ټولو وړمستحق ښوونځي و،چې یوسلو شپیتو تنو زده کوونکو سره د لازمو وسایلو مرسته وکړه،زموږ غوښتنه داده،چې ددې خبر په اوریدو باندې هغه شمتن خلک،چې توان لري معارف اړتيا لري او دغه ډول مرستې دې وکړي."

باز خیریه بنسټ، له تیرې دوو کلونو راهیسې په انفرادي توګه له خلکو پیسې راټولوي او بیا معذورو او اړو کورنیوسره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوي

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG