د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

ولې د کندز ځيني اوسېدونکي پر طالبانو خپلې دعوي حلوي؟


د افغانستان په ځینو ولایاتو او ولسوالیو کې کمزوری حکومت؛ د چارواکو ناوړه چلند او اداري فساد د دې سبب شوی چې؛ طالبان په سیمو واکمن شي او په زیاتو مواردو کې د خلکو قضایي دعوې او شخړې حلوي.

د کندز ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ طالبان د دې ولایت له اوو ولسوالیو څخه پر دوو یعنې چهاردرې او دشت ارچي واکمن دي او په نورو سیمو هم خپل اغیز پراخوي. د طالبانو د واکمن کېدو یو علت دا دی چې؛ د سیمې خلک په کمزوري حکومت زیات باور نه لري.

د طالبانو د پرمختګ په اړه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان کیمپبل وایي؛ طالبان ممکن کومه ولسوالۍ یا سیمه ونیسي؛ خو دا به موقتي وي. داسې کومه سیمه نشته چې هلته دې افغان امنیتي ځواکونه موجود وي او طالبان دې پر سیمې واکمن شي او واکمنۍ ته دې دوام ورکړي.

رویټرز لیکي، د کندز ولایت په دوو ولسوالیو واکمن طالبان؛ د پخواینو طالبانو پر خلاف یو څه نرم دي. طالبانو په چهاردرې ولسوالۍ کې خلکو ته د ټلویزیون د کتلو او لویدیځ ډوله لباسونو اغوستو اجازه ورکړې او تر ټولو مهمه یې دا ده چې طالبانو نجونو ته اجازه ورکړې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د کندز د ښځو د چارو رییسه "بدل بي بي" وایي؛ طالبان ګوري چې په ښوونځي کې تدریس باید د اسلامي شریعت پر اساس وي. دا وایي، حتی طالبان خپلې لوڼې ښوونځیو ته استوي؛ خو انګلیسي مضمون یې له ټولګیو څخه لرې کړی دی. طبیعی خبره ده، نجونې مجبوري دی چې په ښوونځیو کې حجاب واغوندي او نارینه ښوونکي به نجونو ته تدریس نه کوي.

رویټرز لیکي، طالبان د افغانستان د کمزوري قضایي سیسټم پر ځای محلي محکمې دایروي او د خلکو ستونزې او په خاص ډول د ځمکو پر سر لانجې په سرعت سره حلوي.

د ملا عبدالباقي په نامه د طالبانو یو قاضي رویترز آژانس سره مرکه کې ویلي؛ خلک موږ ته خپلې ستونزې وایي، موږ د هغوی سیمو ته ورځو او ستونزې یا دعواوې یې د اسلامي شریعت پر اساس ورحلوو. ملا باقي وایي، دی په ورځ کې یوه یا دوی قضیې حلوي.

د طالبانو دا قاضي زیاتوي، خلک ځکه موږ ته مراجعه کوي چې؛ موږ ښه سیسټم لرو او فساد په موږ کې نشته. موږ هرڅه د قران پراساس حلوو.

رویترز آژانس زیاتوي، په افغانستان کې د ځمکو لانجې زیاتې دي او دا ځکه چې په میلونونو مهاجر شوي خلک د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي او د ډیرو ځمکې او شتنمۍ د نورو کسانو له خوا په غیر قانونې ډول اشغال او غصب شوي دي.

زیات خلک د افغان حکومت چارواکو ته د رشوت ورکولو توان نه لري او کارونه یې کلونه کلونه په محکمو کې بند پاته وي.

د چهادرې ولسوالۍ یوه مخور سپین ږیري او قومي مشر غوث الدین رویترز آژانس ته ویلي؛ طالبان له خلکو څخه عشر اخلي. که چېرې په سیمه کې حکومت وای؛ نو دا به ډیره ښه واي. خو دا چې حکومت ډیر کمزوری دی خلک بله چاره نه لري.

له بلي خوا، څو ورځې وړاندې د کندز ولایت د بیلا بیلو برخو استازو د ویډیویي کنفرنس له لارې په ارګ کې له جمهور رییس اشرف غني احمدزي سره خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې د هغه غوږ ته ورسولې.

جمهور رییس د کندز ولایت وضعه د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ وباله او په اداره کې د سمدستي بدلون لپاره یې د دې ولایت والي بدل کړ.

XS
SM
MD
LG