د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

تر تور بیرغ لاندې د موصل اوسیدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي


د عرا ق د شمالي ښارموصل اوسیدونکي په سختو شرایطو او تر کلکو قیوداتو لاندې شپې او ورځې سبا کوي.

دا ښار د تیرې جون میاشت له لسمې نیټې راهیسې د اسلامي دولت د وسله والو په کنترول کې دی.

د ازادۍ رادیو د عراق د برخې خبریال په موصل ښارکې د میشتو فعالانو څخه په نکل وايي، د دې ښار د اوسیدونکو لپاره تازه ستونزه د پاکو اوبوالۍ د کموالي له امله پیدا شوي ناروغۍ دي چې په پراخه اندازه خپریږي.

د موصل د بریښنا د تولید د دستګاو د بندیدو له امله د دې ښار اوسیدونکي د بریښنا د کموالي له ستونزې هم مخامخ دي.

د اسلامي دولت په نامه ډله د موصل له ښاریانو کورونه په زوره نیسي، وسلې په کې ځای پرځای کوي او یا يې خپلو وسله والو ته سپاري.

د روانې اکتوبر میاشت په شلمه نیټه د موصل ای په نامه د فسبوک پاڼې راپور ورکړ چې په ښارکې یوازې دوه ساعته اوبه وي او د بریښنا د کموالي له امله د تیلو او ګاز بېې په ډراماتیک ډول پورته ختلي دي.

د موصل ای د راپور پراساس د اسلامي دولت وسله واله ډله له درملتونونو څخه په زوره درمل اخلي چې خپلو ټپیانو ته يې ورکړي.

وسله والو د موصل پر سوداګرو او هټۍ والو راز راز ټکسونه او ماليي هم وضعه کړي دي.

که څه هم چې پر موصل د اسلامي دولت د واک له امله د دغه ښار پرفضا ویره او وحشت خپور دی خو په دې وروستیوکې د موصل د یو شمېر ښځو د مظاهرو په اړه راپورونه رسیدلي دي.

مظاهرې

XS
SM
MD
LG