د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

دانش: هغه ډله چې د داعش په پلوي يې د کابل پوهنتون پر دیوالونو شعارونه لیکل، ونیول شول


د کورنیوچارو وزارت مسوولین وایي، هغه ډله چې د داعش د اسلامي دولت شعارونه يې د کابل پوهنتون پر دیوالونو لیکلی و، نیولې ده.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، دوې د شپې له خوا د پوهنتون د امنیتي کمرو په ذریعه توانیدلي چې دغه ډله معلومه کړې. ده نیول شوې ډله معرفي نه کړه.

په عین وخت کې د کابل پوهنتون ځیني محصلان وايي، د پوهنتون په لیلیه کې داسې محصلین شته چې د شپې له خوا د پوهنتون پر دیوالونو دا شعارونه لیکي.

که څه هم د کورنیو وزارت وايي چې د داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت د ډلې په نامه په افغانستان او ان د افغانستان پولوته نږدې سیمو کې، هم نشته خو د کابل پوهنتون پر دیوالونو د دې ډلې په ملاتړ ځیني شعارونه لیکل شوي دي.

د کورنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ رادیو ته وویل، د کابل پوهنتون د امنیتي کمرو په ذریعه يې معلومه کړې چې یوې ډلې د شپې له خوا د کابل پوهنتون پر دیوالونو د داعش په پلوی ځیني شعارونه لیکلي دي.

ښاغلي دانش دمګړۍ د دې ډلې هویت ونه ښود خو تاکید یې وکړ چې د یو لړڅیړنو وروسته به د پیښې د عاملینو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي:

″د کابل پوهنتون پر دیوالونو چې کوم شعار لیدل شوی، د پوهنتون امنیتي کمرو دغه ډله معلومه کړئ، بررسي یې روانه ده او په لږه موده کې د پیښې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړو، دا یوازې شعارونه دي او ترشا یې نورڅه نشته.″

دا لومړی ځل دی چې د کابل پوهنتون پر دیوالونو د داعش د ډلې په پلوی ځیني شعارونه لیکل کیږي.

د کابل پوهنتون ځینو محصلینو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې تایید کړه چې څو شپې د مخه یو شمېر محصلینو د شپې له خوا د پوهنتون پر دیوالونو دغه شعارونه لیکلي دي.

د کابل پوهنتون یوه محصل همایون اندیشه ازادۍ رادیو ته وویل، دا شعارونه اکثره د شرعیاتو د پوهنځي محصلان لیکي.

د دې پوهنتون یوه بل محصل ګل رحمن د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې د پوهنتون چاپیریال دې له هر ډول تعصبه پاک وساتي او هر هغه محصل یا استاد چې د تحصیله پرته نورې مفکورې خپروي، قانوني چلند ورسره وکړي:

″دا لیکنې ښه کار نه دی، موږ یې اندیښمن کړي یواو بله دا چې د داعش اعمال د اسلام له اصولو سره مخالف دي او له امنیتي ارګانونوهیله کوو چې د پوهنتون چاپیریال ته توجه وکړي او دا ډول خلک ونیسي.″

د کابل پوهنتون پر دیوالونو د ″داعش زنده باد″ شعارونو محصلان او خلک اندیښمن کړي دي.

دوې وايي، د دې شعارونو لیکل دا ښيي چې په کابل پوهنتون کې د بهرنیو هېوادونو او ځینو افراطي ډلو پلویان فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کلونه مخکې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي ځیني محصلان، په یو لړتروریستي پیښوکې په لاس لرلو نیول شوی وو.

کارپوهان پراستخباراتي ارګانونو تاکید کوي چې د دې ستونزې مخینوي ته دې هڅې پراخې کړي.خو د کورنیو چارو وزارت وايې، دې ډول پیښو ته متوجه دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG