د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

په کوټه کې اته تنه سبزي پلورونکي هزاره ګان ووژل شول


نن سهارپه کوټه کې اته تنه په سبزي منډيي په داسې حال کې په ډزو وژل شوي دي، چې په ښاري بس کې سپاره وو او ښار ته يې سبزي او مېوه راوړله.

وژل شوي کسان هزاره توکمه شعيه مسلمانان دي. دا په يوه اوونۍ کې دويمه پېښه ده، د تېرې يکشنبې په ورځ هم د دې ايالت په لسبېله سيمه کې اته مزدوران په ډزو و وژل شول.

هزارګنجي د کوټې ښار د لويو لاريو اډه او لويه سبزي منډيي ده، چې د ښارجنوب لوېديځ لورته په شاوخوا دېرش کيلوميټرۍ کې پرته ده.

د پنجشنبې په سهار وختي د هزارګنجي له سبزي منډيي يو ښاري بس کوټې ښار ته را روان وو، چې وسله والو پرله پسې ډزې ورباندې وکړې او شاوخوا لسو تنو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.

د کوټې ښار يو پوليس مشر اعتزاز ګورايه وايي، په دې بس کې شاوخوا پينځلس تنه سپاره وو، چې سبزۍ او مېوې يې را اخيستې وې او په لاره کې موټرسايکل سپاره وسله وال ورته درېدلي او ډزې يې ورباندې کړې دي.

د ده په وينا د ډزو په نتيجه کې شپږتنه ځاى پرځاى ووژل شول او څلورنورسخت ټپيان شول.

په پېښه کې وژل شوي او ټپي کسان سمدستي د ښار لوېديځ لورته پراته بي- ايم- سي روغتون ته راوړل شول، چې په هغوى کې هم دوو تنو د سختو ټپونو له امله پرلاره ساه ورکړه او د وژل شويو شمېراتو تنو ته ورسېد او د پاته دوو ټپيانو حالت هم نازک بلل کېږي. پوليس مشر اعتزاز ګورايه د پېښې په اړه وايي:

"له هزاره ټاون څخه په شپږو موټرو کې شاوخوا اويا تنه هره ورځ د سبزي مېوو اخيستلو لپاره راځي، له دوى سره زموږ پوليس په بدرګه ملګري وي، نن هم له هغو کسانو سره زموږ پوليس پر څنګ ورسره وو، خو دغه بس- چې ډزې ورباندې شوي- په اړه يې موږ ته خبر نه وو راکړل شوى او پخپله خوښه را روان شوي وو، ځکه ډزې ورباندې شوې دي، اته تنه پکې وژل شوي او يو ټپي دى"

وژل شوي کسان هزاره توکمه شعيه ګان دي، چې اکثر يې د کوټې ښار په مري اباد او هزاره ټاون سيمو کې د سبزيو دوکانونه لري او په سپېدو هزارګنجي ته ځي، مېوې او سبزۍ راوړي.

د وژل شويو کسانو عمرونه له دېرشو تر څلوېښتو پورې بلل شوي دي.

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ دا پېښه په کلکه وغندله، خو ورسره يې پر امنيتي اقداماتو بې اطميناني ښوولې او پوليسو ته يې د پېښې په اړه د جدي پلټنو امر کړى.

د دې پېښې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې هم په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر هزاره توکمه شيعه مسلمانانو په لسګونو بمي او ځانوژونکي بريدونه شوي، چې مسووليت يې تل سني وسلوالې ډلې لښکرجنګوي پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې يکشنبې په ورځ (١٩ اکتوبر) هم د بلوچستان په لسبېله سيمه کې وسلوالو يوولس تنه مزدوران د چرګو له فارم څخه وتښتول او له هغوى څخه يې اته تنه يې په ډزو و وژل. وژل شوي کسان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، چې د وژنې مسووليت يې وروسته د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان پر غاړه واخيست.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG