د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

کندز: یوه میرمن او اولادونه يي له سوزولو وژغورل شول


په کندزکې یوې میرمنې غوښتل چې خپل ځان له خپلو لسو کوچنیانو سره د فقر او بېوزلې له امله وسوزوي، د دې ولایت پولیسو له خوا وژغورل شوه.

د کندزد امنې قوماندنۍ ویاند سید سرور حسینی ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دریمې حوزې په سیمه کې یوې میرمنې د بېوزلې له امله غوښتل چې د پترولو په واسطه خپل ځان له ۱۰ کوچنیانو سره وسوزوي؛ د دوي ګاونډیان له دې پېښې خبر شول او پولیس يې پرې خبر کړل:

″د دغې میرمنې خاوند معتاد دی او شپږ میاشتې کیږي چې خپله کورنې یې خوشې کړي او دې ښځې په دې شپږ میاشتو کې د خپل د کور وسایل خرڅول او له دې لارې یې خپلو ماشومانو ته یوه مړې ډوډې پیدا کوله؛ خو دا دوه ورځې کېدلې، چې دغې ښځې په کورکې څه نه درلود چې وې پلوري او خپلو بچیانو ته پرې ډوډي واخلي، نو دې ته اړه شوې وه چې خپل ځان له خپلو کوچنیانو سره وسوزوي، په دې وخت کې د دریمې حوزه پولیس خبر شول، څو دا ښځه له ځان سوزولو وژغوري.″

حسیني زیاته کړه، چې د کندز ښار یو شمېر اوسېدونکو له دې ښځې سره نقدي روپۍ او خوراکي توکو مرسته وکړه، خو هغه وايي، چې باید له دې کورنې سره سوداګر همدارنګه شتمن خلک مرسته وکړي چې بیا دا ښځه کار ونه کړي.

هغې میرمنې چې قصد درلود خپل ځان له خپل ۱۰ کوچنیانو سره وسوزوي ازادۍ راډیو سره یې په خبرو کې داسې وویل:

″ما نن سهار غوښتل چې خپل ځان وسوزوم، په دې خاطر چې زما خاوند دا شپږ میاشتې کیږي موږ یې یوازې پرېښیو او په دې موده کې ما د کور وسایل او لوښې خرڅول او خپل بچیانو ته مې پرې ډوډې رانیوله، خو دا دوه ورځې کېدې چې زما په کورکې خوراکي توکي نه ول.

همدارنګه دوه ورځې زه له خپل کوچنیانو سره وږې تږدې ناسته وم، بالاخره مجبوره شوم چې خپل ځان له اولادو سره وسوزوم، خو پولیس خبر شول موږ یې د کار نه وژغورلو، زه د دریمې حوزه له پولیسو څخه مننه کوم چې له ماسره یې مرسته وکړه او له دې مُصیبته یې وژغورلم.″

د کارپوهانو په باور، په کورنیو کې د نفوسو نه کنترول هم په افغانستان کې د بېوزلې او فقر له لاملونو څخه ګڼل کیږي، ځکه په کورنیو کې د کوچنیانو ډېروالې او بلې خوا ته هغوې ته د روغتیا، زده کړې، خوراکي توکو زمینې نه برابره ول هم د دې لامل ګرځي چې کورنۍ لا هم د بېوزلې په دریاب کې ډوبې کړي.

اجمل آرین/ازادۍ راډیو/کندز

XS
SM
MD
LG