د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د اوسنيو او پخوانيو ولسمشرانو د مېرمنو سياسي فعاليتونه


د لوړې له مراسمو څو ورځې وروسته، کله چې په ارګ کې يو شمېر مخکښو ښځو له ولسمشر اشرف غني سره وليدل، دوی ولسمشر ته وويل چې د لوړې په مراسمو کې دده له خپلې مېرمنې څخه مننه په دې مانا ده چې جمهور ريس په هيواد کې د ښځو د حقونو ملاتړی دی.

د جمهور رئيس تر څنګ به ايا لومړۍ مېرمن هم له خپل مقام او زدکړې څخه په استفاده کولو سره د افغانستان په بيارغونه کې مثبته ونډه واخلي؟

د روان کال د مارچ په مياشت کې د ښځو په نړيواله ورځ مېرمن غني افغانو ښځو ته د لومړي ځل لپاره وينا وکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ مېرمن ده چې د خپل خاوند په ولسمشريز کمپاين کې يې فعاله ونډه واخيسته. مېرمن غني د مارچ په اتمه ښځو ته په خپله وينا کې زياته کړه:

"د افغانستان تر نيمې زيات نفوس ښځې دي. دا څرګنده ده دا اکثريت بايد زموږ د ګران هيواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. ښخې ډېر کفايت لري. دوی ډېر لوړ مسووليتونه پر خپلو اږو لري او د دوی فعاليتونه د ستاينې وړ دي."

ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د خپلې مېرمنې په يادولو سره وويل:

"زه غواړم له دې موقع څخه په ګټه اخيستلو سره د خپل ژوند له ملګرې څخه زما او د افغانستان د ملاتړ لپاره مننه وکړم. دې تل د هیواد دننه د بې ځايه شويو خلکو سره مرسته کړې ده او زه ډاډه يم چې په راتلونکي کې به هم خپل دې کار ته ادامه ورکړي."

مېرمن غني په ۱۹۶۹ م کال کې په فرانسه کې د سياسي علومو له يوه انسټيټوټ څخه ډیپلومه واخيسته. په ۱۹۷۴م کال کې يې په بېروت کې له امريکايي پوهنتون څخه په سياسي علومو کې ماسټري ترلاسه کړه او په ۱۹۸۳م کال کې يې په نيويارک کې له کولمبيا پوهنتون څخه په ژورناليزم کې دوهمه ماسټري تر لاسه کړه.

د مېرمن غني د زده کړو کچې؛ کاري تجربې او صلاحيت ته په پام سره د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب الله وايي چې لومړۍ مېرمن د افغانانو لپاره ډېر کار کولی شي:

"زه شخصاً فکر کوم چې لومړۍ مېرمن کولی شي؛ د افغانستان د ټولينې په رغونه کې د پوهنې؛ هنرونو، سپورټ او موسيقي د ملاتړ له لارې ډېر لوی رول لوبولی شي.

زه فکر کوم افغانان په دې برخو کې ملاتړ ته اړتيا لري او د ښځو د ځانګړو ستونزو د حل لپاره باید د ځوانانو سړو سره کار وشي. زه په دې باور يم چې اوس هم داسې ادارې شته؛ لکه د سرې مياشتې اداره او نورې داسي چې د زېږون پر مهال د مور او کوچني د مړينې د مخنيوي لپاره کار کوي. خو بايد د ښځو لپاره روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی اسانه شي."

په هيواد کې د فعالانو په وينا؛ د افغانستان خلک په ځانګړې توګه افغانې ښځې د نوي لومړۍ مېرمنې څخه ډېر توقعات لري.

د اصلاحاتو او ښه حکومتدارۍ په برخه کې د هیواد د ولسمشر ځانګړی استازی؛ احمد ضيا مسعود لور، آمينه مسعود چې مور يې د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني لور ده؛ وايي چې، د افغانستان نوې لومړۍ مېرمن د افغان ښځو؛ په ځانګړې توګه د ځوانانو ښځو لپاره چې غواړي د ټولنې لپاره کار وکړي؛ يوه ډېره ښه او مهمه بېلګه ثابتېدای شي. آمنه مسعود زياتوي:

"ښځې ويني چې د افغانستان خلک د لومړې مېرمنې رول او شخصيت مني؛ دا موږ ټولو ته ښه روحيه راکولی شي."

د افغانستان ملکې مېرمن ثريا لور شهزادګۍ "هنديه د افغانستان" وايي؛ مور يې په ډېر سخت وخت کې ډېر ښه کار کاوه او هغه د ډېرو کارونو پيلوونکې وه؛ ځکه چې هغه وخت په افغانستان کې ځيني شيان د لومړي ځل لپاره کېدل.

"زما مور د پوهنې وزيره وه خو معاش يې نه اخيست او په کابل بيا وروسته کندهار کې د نجونو لپاره لومړی ښوونځی زما مور پرانيست. هغې په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړی لومړی روغتون پرانيست."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مېرمنې، زينت کرزۍ په هکله ويل کيږي چې؛ پر دې سربېره چې د طب ډاکټره وه؛ په خپل مسلک او يا بله برخه کې يې د افغانستان د ټولنې د پرمختګ لپاره هيڅ کار ونه کړ.

په دې هکله چې ايا د پخواني ولسمشر نجيب الله مېرمنې ډاکټر فتانه د هيواد په سياسي او ټولنيز ډګر کې څه ځانګړي فعاليتونه درلودل؛ هيله نجيب الله وايي، که څه هم د لومړۍ مېرمنو د کار او ملاتړ په اړه ډېر څه نه ويل کيږي؛ په ټوله نړۍ کې لومړۍ مېرمنې د خپلو مېړونو ملاتړ کوي:

"د مثال په توګه، کله چې زما پلار ولسمشر و؛ زما مور د هغه لپاره د توان او قوت سرچينه وه. دا يوه روزونکې وه او کله چې افغانستان له ډېر سخت وخت سره مخا مخ شو او جګړه روانه وه؛ زموږ زړور جنګيالي پوځيان ډېر ټپي کېدل او زما پياد دي زما مور به د هغوی د کورنيو پوښتنې ته تله. خو دا ډېره مهمه ده چې د لومړۍ مېرمنې کار او ملاتړ ومنل شي."

آمنه ضيا مسعود هم د خپلې انا د کار يادونه کوي او وايي:

"زما انا ډيرې بشري مرستې کولې. هغې په بدخشان ولايت کې د يتيمانو لپاره يو روزنتون پرانيستی وو. زما له نيکه سره يې د هغه په ډېرو ماموريتونو کې ملګريتوب کاوه او ورته يې سلا مشوره ورکوله. تر يوه بريده چې کولی يې شو فعاليت وکړي؛هغې فعاليت کاوه."

د افغانستان لومړۍ مېرمنو تل د عادي خلکو مخې ته لږ ځان ښکاره کړی دی؛ خو د هيلې نجيب الله په وينا، د دې وجه زموږ دوديزه ټولنه ده. خو دا وايي، اوس وخت بدل شوی دی:

"زما په ياد دي، کله چې زه په هندوستان کې په ښوونځي کې وم او پلار مې د پناه پر مهال د ملګرو ملتونو په دفتر کې و؛ هغه ما ته يو ليک رالېږلی و. په ليک کې ده ماته لیکلي وو چې د ښځې او نر تر منځ هيڅ توپير نشته او ښځو ته خدای هغومره قابليت ورکړی دی لکه څومره چې يې سړو ته ورکړی دی."

دا وايي، که څه هم موږ د ټولنيز جوړښت احترام کوو؛ خو په عين حال کې موږ بايد د نوي نسل لپاره له هيلو ډک راتلونکي ته لاره پرانيزو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG