د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

عظيمي: د افغانستان د شمال خونديتوب ته پوځي تدابير نيول شوي


دفاع وزارت وايي، د افغانستان په شمال کې د ناامنيو د مخنيوي لپاره خاص پوځي تدابير لري.

دغه وزارت وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د نفوذ د زياتېدو راپور ورکړ.

د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ وسله والو طالبانو د خيبر په نامه په خپلو وروستيو عملياتو کې د افغانستان په څو ولايتونو کې څو ځانګړې سيمې په نښه کړې چې ناامنه يې کړي او هلته د خپل فعاليت لپاره زمينه برابره کړي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي؛ د ځينو سيمو لپاره امنيتي تدابير نيول شوي او په ځينو نورو سيمو کې د افغان قواوو عمليات روان دي:

”په جنوب لوېديځ کې سنګين ولسوالي؛ د فارياب قيصار او د بادغيس بالامرغاب ولسوالي؛ په غزني کې اجرستان او په کندوز کې دشت ارچي ولسوالي په پام کې نيول شوې وو.

د دښمن د خيبر په نامه عملياتو کې کونړ؛ لوګر او ننګرهار هم شامل وو. د ځينو ولسواليو لپاره پلانونه سنجول شوي؛ په ځينو سيمو لکه دشت ارچي ولسوالۍ کې خال- خال عمليات روان دي.“

په وروستيو کې د افغانستان په شمال کې يو له ناامنو ولايتونو کندوز دى.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه وروستۍ ګڼه کې راپور ورکړى؛ چې وسله والو طالبانو يوځل بيا د افغانستان شمال ته مخه کړې او په کندوز کې يې ځينې پرمختګونه هم کړي دي.

د کندوز د دشت ارچي ولسوال "نصرالدين سعدي" د پنج شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل؛ د دې ولسوالۍ ٨٥ فيصده خاوره د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

د کندوز د بلې ولسوالۍ امام صاحب ولسوال "امام الدين قريشي" هم ازادۍ راډيو ته ويلي چې؛ د چچنيا، تاجکستان او افغان طالبانو ډلې وخت ناوخت د دې ولسوالۍ پر ځينو سيمو حمله کوي.

دفاع وزارت وايي، په کندوز ولايت، په تېره بيا دشت ارچي ولسوالۍ کې سختې جګړې شوي؛ خو اوس د جګړې کنټرول د افغان ملي اردو په لاس کې دى.

د دې وزارت وياند جنرال ظاهر عظميي:

”په کندوز په خاص ډول دشت ارچي ولسوالۍ کې سختې جګړې شوي. دښمن هلته خپل ظرفيتونه په بشپړه توګه وکارول. حملې ماتې شوي، اوس د جګړې کنټرول تر ډېره د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواک، په تېره بيا د ملي اردو په لاس کې دى.“

د پوځي چارو کارپوهانو ويلي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو له شپږمياشتنۍ لانجې په استفادې وسله والو کسانو د افغانستان په زياتو برخو کې خپل فعاليتونه زيات کړل.

افغان حکومت ويلي، د امن ټينګښت ته لومړيتوب ورکوي او د ناامنيو ستونزې به ډېرې ژر حل کړي.

XS
SM
MD
LG