د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

"داعش د قاچاقي تېلو د خرڅلاو له درکه د ورځې يو مليون ډالره ترلاسه کړي"


د امريکا حکومت وايي که هر چا د اسلامي دولت له سخت دريځې ډلې څخه تېل رانيول؛ ښايي بنديزونه ورباندې ولګوي.

د ټروريزم او مالي استخباراتو په چارو کې د امريکا د خزانې وزارت مرستيال "ډېوېډ کوهن" چې پرون په واشنګټن کې د نړيوالې سولې لپاره په کارنيګي بنياد کې خبرې کولې؛ وويل، واشنګټن اوس د اسلامي دولت ډلې د مالي سرچينو پر پېژندلو او مشخصولو په شدت تمرکز کوي.

د ده په وينا هر سوداګر، شرکتونه، د ټرانسپورټ کمپنۍ او يا بل څوک چې د اسلامي دولت د ډلې پر تېلو ولکه لري؛ بايد پوه شي چې موږ په سختۍ د دوى د پېژندلو پر چارو کار کوو.

ښاغلي کوهن وويل، موږ دا امکانات لرو، چې د دغو کسانو مخه ونيسو.

ده ويلي چې د اسلامي دولت په نامه ډله د تېلو د خرڅلاو؛ انسان تښتونو او نورو غيرقانوني فعاليتونو له درکه په مياشت کې په مليونونو ډالره ترلاسه کوي:

”د اسلامي دولت ډلې د عوايدو سرچينو ته په پام سره بايد ووايم چې د دې ډلې له خوا د تېلو سوداګرۍ زيات پام ځان ته اړولى دى. زموږ کره معلومات دا دي چې د اسلامي دولت ډله د جون له نيمايي راهيسې د قاچاقي تېلو د خرڅلاو له درکه د ورځې شا و خوا يو مليون ډالره ترلاسه کړي دي.“

د ټروريزم او مالي استخباراتو په چارو کې د امريکا د خزانې وزارت مرستيال "ډېوېډ کوهن" وويل؛ تېل په ځانګړي ډول د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې عمده مالي سرچينه ده.

خو ده وويل چې دغه ډله هره مياشت تر ٧ مليونو ډالرو زياته اندازه پيسې د خپل حضور په ساحه کې د جنايي فعاليتونو او له خلکو په زوره د پيسو اخيستلو له لارې ترلاسه کوي.

ښاغلى کوهن وايي، هڅه کوي په نړيوال مالي سيسټم کې د اسلامي دولت ډلې د لاسرسي مخه ونيسي:

”زموږ د فعاليت بل اړخ په نړيوال مالي سيسټم کې د اسلامي دولت ډلې مخنيوى دى. څرنګه چې دوى پانګه په لاس کې لري؛ دا ډېره مهمه ده په هغو ساحو کې چې دغه ډله فعاله ده؛ د بانکي څانګو له طريقه مالي سيسټم ته يې د لاسرسي مخنيوى وشي.

په عراق کې چې د اسلامي دولت ډله فعاله ده؛ د بانکونو په لسګونو څانګې شته. له عراقيانو او د نړۍ په نورو برخو کې له نورو سره هم په خصوصي او هم په عام مالي سکټور کې له نژدې کار کوو، څو يقيني کړي چې د اسلامي دولت ډله دا توان نه لري څو نړيوال مالي سيسټم ته لار پيدا کړي.“

د اسلامي دولت ډلې د عراق او سوريې ځينې سيمې نيولې دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي، په سوريه کې د امريکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي الوتکو له تېرې مياشتې راهيسې چې عمليات پيل کړي؛ تر ٥٠٠ زيات کسان وژلي دي.

فعالانو پرون وويل چې په وژل شويو کې ډېرى د اسلامي دولت ډلې غړي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې د شمال په سرحدي ښارګوټي کوباني کې جګړې بيا زياتې شوي دي.

فعالان وايي، دې ډلې پرون د سوريې او ترکيې پر پوله کوباني ته څېرمه يوه غونډۍ په خپله ولکه کې راوستله.

XS
SM
MD
LG