د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

نعیمي: د وزیرستاني کډوالو د ضرورتونه لست مو د کډوالوچارو وزارت ته سپارلی


د ژمي له رارسیدو سره ځیني افغان چارواکي؛ خوست ولایت ته د وزیرستان د کډه شویو کورنیو ستونزو او ضرورتونو اندیښمن کړي دي.

د خوست والی عبدالجبارنعیمی د پنجشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبروکې وویل؛ خوست او پکتیا ولایتونو ته د وزیرستان کډه شوې کورنۍ اوسمهال پاکو اوبو؛ خوراکي او پوښاکي موادو؛ کمپلو او ځینو نورو لوازموته اړتیا لري.

ده وویل، د ټولو ړتیا و لست يې جوړاود کډوالود راستنولو وزارت ته يې سپارلي دي.

ده هیله وکړه چې یاد وزارت دې د ژمي له رارسېدو د مخه دغه اړتیاوې پوره کړي:

"د شمالي وزیرستان کډوالې کورنۍ پنځه ویشت زره او د غړو شمیر یې شاوخوا دوه لکو ته رسیږی. د دوی د اړتیا وړ توکي مو حکومت ته پیشنهاد کړي؛ هیله ده حکومت په دې برخه کې ژراقدام وکړي."

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په شمالی وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله په سلګونو وزیرستانۍ کورنۍ د افغانستان د خوست او پکتیا ولایتونو ته را تیرې او په کې ځای پر ځای شوې.

د کډوالود راستنولو چارووزارت وايي؛ د دې کډوالو د اړتیاوپوره کولو ته يې د اوه ویشت میلیونو افغانیو پیشنهادي طرح ترتیب کړې ده.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جراات ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت په پام کې لري چې دا طرح له بهرنیو مرستندویو موسسو او په افغانستان کې د سفارتونو له استازیو سره په ګډه غونډه کې مطرح کړې.

جراات داهم وویل، سربیره پردې د نړیوالې ټولنې ځینو ادارو هم د وزیرستاني کورنۍ لپاره یوه طرح ترتیب او دوې به هم یادې غونډې ته وړاندې کړي:

"زموږ اماده شوې طرح د اوه ویشت میلیونو ډالره ده.

ځینو بهرنیو مرستندویو د دیرشو میلیونو ډالرو ورته طرحې ترتیب کړي او ښايي د مرستندویو موسسو هغې ګډې غونډې ته وړاندې شي چې دوه اوونې وروسته به کابل کې جوړه شي."

په عین وخت په افغانستان کې د کډولو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان دفتر وايي؛ دې دفتر تراوسه له دې کډوالوسره د خوراکي موادو د شپږ زره کڅوړو او څلور زرو خیمو مرسته کړې ده.

د دې دفتر ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل؛ په نږدی راتلونکې کې به له وزیرستاني کډوالواو ددوې له مستحقوکوربنو سره هم مرستې وکړي:

"په دوه زره پنځلسم کال کې له بهرنیو موسسو سره د افغان حکومت ګډ پروګرامونه پراخیدونکي دي او هڅې کوو چې په دې کال کې له کډوالوکورنیو سره مرستې وکړو."

له دې وړاندې خلکو او د ملي شورا غړیو هم له حکومته غوښتي وو چې له وزیرستاني کډوالوسره دې مرستې وکړي.

دا چې وزیرستاني کډوال به ترکومه وخته په خوست او پکتیا ولایتونو کې پاتې کیږي دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG