د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

شرمن: واشنګټن ايران ته د اټمي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي


په سياسي چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله "وينډي شرمن"
په سياسي چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله "وينډي شرمن"

له ايران سره د امریکا د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو لوړ پوړې امريکايي چارواکې وايي؛ واشنګټن به ايران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې تر لاسه کړي.

په واشنګټن کې د ستراتيژيکو او نړيوالو علومو په مرکز کې د خبرو پر مهال، په سياسي چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې "وينډي شرمن" خبرداری ورکړ چې که ايران اتومي وسلې ولري؛ په سیمه کې به د وسلو تر لاسه کولو سيالي پيل شي او بې ثباتي او خطر به نور هم زيات شي.

خو دې زياته کړه چې ايران به اټومي وسلې نه کړي جوړي او بايد نه يې کړي جوړي.

شرمن دا هم تاييد کړه چې مذاکرات لانجمن دي او ځين غواړي دا پايله يې مثبته وي او ځيني غواړي ښه نه وي. دې مشخصه نه کړه چې دا څوک ښيي.

د نومبر ۲۴مه د ايران د اټومي پروګرام په اړه د دې هيواد او نړۍ د شپږو سترو هيوادونو تر منځ د نهايي موافقې د ضرب الاجل نېټه ده.

شرمن وويل، د امريکا ادارې د کانګريس او متحدانو سره يې، چې په کې اسرایيل او د فارس خليج هيوادونه شامل دي؛ سلا مشوره کړې ده.

شرمن د ايران له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده چې سم انتخاب دې وکړي.

شرمن زياته کړه:

"که ايران په ريښتيا غواړي له نړيوالې ټولنې سره خپل اختلافات هوار کړي او غواړي دا هيوادونه ورباندې بنديزونه ايسته کړي؛ نو تر دې ښه وخت بيا نه راځي. اوس وخت راغلی چې دا کار پای ته ورسيږي."

خو دې وويل چې دا څرګنده نه ده چې ټول لوري به يوې موافقې ته سره ورسيږي او که نه.

ايران وايي، اټومي پروګرام يې په بشپړه توګه د سوله يیزو مقاصدو لپاره دی. ايران دا خبره هم ردوي چې په پټه اټومي وسلې جوړوی.

شرمن وايي، له ايران سره د اټومي وسلو د خبرو تر څنګ، دې او نورو امريکايي چارواکو د امريکايي وګړو په اړه چې په ايران کې په بند کي دي او يا ورک دي، اندېښنه څرګنده کړې وه:

"پخوانی امريکايي پوځي امير حکمت، پادري سعيد عابديني، او د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان ته بايد اجازه ورکول شي چې په امریکا کې بيرته له خپلو کورنيو سره يو ځای شي."

XS
SM
MD
LG