د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

پېښور: افغان محصلين د ولسشمر غني پر وروستيو اقداماتو خوشحاله دي


د پېښور پوهنتون يو شمېر افغان محصلين د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي په وروستيو اقداماتو خوښي څرګندوي او وايي، هيله لري چې اشرف غني به د نظام د ټيکاو لپاره خپلې هلې ځلې همداسې روانې و ګړندۍ وساتي.

دوى زياتوي، چې په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ رامنځته شوى د ملي يووالي حکومت به د افغانانو غوښتنې پرځاى کړي او په دې هېواد کې به د سولې په راوستو او همداراز د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه پورته کړي.

اشرف غني احمدزي د روان کال د سپټمبر په ٢٩مه نېټه په افغانستان کې د نوي منتخب افغان ولسشمر په توګه لوړه وکړه او د ولسمشريزو ټاکنو له يوه بل کانديد عبدالله عبدالله سره يې يوځاى د ملي يووالي حکومت جوړ کړ.

افغان محصلين په هېواد کې د ملي يووالي د حکومت تر رامنځټه کېدا وروسته؛ د ولسشمر اشرف غني د اداري فساد د مخنيوي او همداراز د ښې حکومتدارۍ د وروستيو اقداماتو له امله خوشبينه دي او وايي، چې د نوموړي په مشرۍ به افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ پر لور روان شي.

يوه تن افغان زده کوونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

" حبيب الرحمن یم. په افغانستان کې چې اوس کوم انتخابات وشول؛ انشاء الله دا بۀ د افغانستان د مستقبل لپاره يو نوى سهار وي او دا اوس چې افغانستان په کومه لار روان دى؛ دا به انشاء الله د بدلون لار وي او افغانان به يو ښه مستقبل وويني او موږ اميد کوو، چې په افغانستان کې به تبديلي راشي."

يو پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکيو د پوهنځي يوه محصل بيا وايي؛ ولسشمر غني بايد د اصلاحاتو په راوستلو او له اداري فساد سره په مبارزه کې له ښو او پاکو ماضي لرونکيو کسانو څخه کار واخلي:

" زما په فکر باندې ډاکټر صيب اشرف غني ته ټول ولس لمن لمن هيلې لري، چې دى به په نظام کې کافي اصلاحاتو راوستو کې بريالى شي. زه هيله کوم، چې ډاکټر صيب اشرف غني بايد د اصلاحاتو په راوستلو کې؛ له فساد سره په مبارزه کې او د ثبات په راوستلو کې بايد له ښو او پاکو ماضي لروکيو ظرفيتونو څخه کار واخلي.

د يوه کډوال په حيث بايد زه دا وايم، چې خپله ډېره توجه د کډوالو بېرته تګ ته ورکړي. همدغه شاهن په بهر کې چې د افغانستان کومې نمايندګۍ دي، په هغې کې دې ښه کاري ظرفيتونه وګوماري، چې هغه د افغانستان ښه نماېندګي وکړي. تر دې دمه چې څه ول، نور هغه د زغم وړ نه دي او موږ هيله کوو، چې په پوره شفافيت سره خلکو ته کار وسپارل شي."

د ياد پوهنتون د افغان محصلينو د اتحادې مشر خليل کريمي بيا سوله او د قانون حاکميت د افغان ولس بنسټيزه اړتيا بولي او وايي، چې ولسشمر بايد دې لور ته جدي پاملرنه وکړي:

" خليل کريمي: په افغانستان کې د رييس جمهوري احمدزي يوه کاري مياشت ګړندۍ مياشت ډېر موږ ورته خوشحاله يو، او موږ پوره باور لرو چې په افغانستان کې به د قانون حاکميت او سوله راځي. همدارنګه هغه چې د مهاجرينو په اړه چې ده [ولسمشر] کومې خبرې کړي، چې مهاجرين به بېرته افغانستان ته ستنېږي، نو په دې لړ کې موږ ډېر پراميده يو ده ته چې د مهاجرينو لپاره بۀ خامخا څه کار کوي او څه وعدې چې يې کړي دي، هغه بايد پوره کړي.

همدارنګه دلته چې کومې ستونزې دي، هغې دپاره دې هم خپلو استازيو ته وظيفه وسپاري، ترڅو د مهاجرينو مشکلات حل کړي."

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د دوو کانديداتو ترمنځ د انتخاباتي شخړو تر پاى ته رسېدو وروسته په دې هېواد کې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو له امله د خيپر پښتونخوا په مرکز پېښور او همداراز ددې ايالت په نورو سيمو کې مېشتو افغان کډوالو خوښي ښوولې وه او دا يې د افغانستان د بيارغونې، سولې او سياسي ثبات لپاره مهمه پرېکړه بللې .

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG