د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

نورستاني: ښايي د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتیجې نن اعلان شي


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمدیوسف نورستاني
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمدیوسف نورستاني

تمه ده چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج نن اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر وايي؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د بریالیو کاندیدانو لېست څه باندې دوه اونۍ مخکې دوی ته وسپاره چې د معلوماتو له بشپړولو وروسته اوس اعلانېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمدیوسف نورستاني له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې په دې اړه څرګندونې وکړې:

"د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج په اولسم د میزان د شکایتونو محترم کمیسیون موږ ته راولېږل او کوم تغییرات چې دوی راوړي وو؛ په سیسټم کې داخل شول او انشاءالله تصمیم لرو چې نن په دوو بجو د ماسپښین یې اعلان کړو. دې تقریباً ډېر وخت ونیوه. زه ډېر-ډېر معذرت غواړم چې زموږ وطنوال زیات په انتظار پاتې شول."

د ولایتي شوراګانو انتخابات د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لومړي پړاو سره یوځای د حمل په شپاړسمه ترسره شول .د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دې انتخاباتو لومړني نتایج د ثور د میاشتې په پای کې د شکایتونو خپلواک کمیسیون ته واستول؛ خو د دوهم پړاو انتخاباتو د لانجې اوږدېدو نه یوازې د ولایتي شوراګانو کاندیدان د اوږدې مودې لپاره منتظر پاتې کړل بلکې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو له توافق مخکې؛ په نورو برخو کې هم ژوند په ټپه درېدلی و.

د انتخاباتو څارونکو ټولنو د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نتایجو د اعلان هرکلی کړی. د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا ویاند فهیم نعیمي ازادۍ راډیو ته وویل چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو کاندیدان او خلک له انتظاره ستړي شوي دي:

"دا چې د ټاکنو کمیسیون ویلي چې نتایج اعلانوي ډېره ښه خبره ده. دا نتایج باید پخوا اعلان شوي وای؛ خو اوس هم په هرصورت موږ نشو کولای له دې زیات صبر وکړو؛ ځکه چې هم خلک منتظر دي او هم د ولايتي شوراګانو محترم کاندیدان انتظار دي."

ښاغلی نعیمي زیاتوي چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو بهیر لکه څرنګه چې لازمه وه؛ شفاف نه و، ځکه د نوموړي په وینا کاندیدانو او د هغو استازو ته د څارنې کم امکانات برابر شوي وو.

د ولایتي شوراګانو د لومړنیو نتایجو له مخې په ټول افغانستان کې ۴۵۸ کاندیدان کامیاب شوي چې اوه نوي پکې میرمنې وې؛ خو د شکایتونو له څېړنې وروسته د چارواکو له څرګندونو ښکاري چې په لومړني فهرست کې بدلونونه راغلي دي.

XS
SM
MD
LG