نن د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا UNAMA ويانده نيلاب مبارز وايي؛ ملګرو ملتونو تل له افغانستان سره همکاري کړې ده او په راتلونکي کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲م کال کې د امريکا ولسمشر "فرانکلين ډي روزاوېلټ" په هغه اعلاميه کې ياد کړ چې؛ د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال ۲۶ هيوادونو ژمنه وکړه چې د جرمني، جاپان او ايټاليې د ايېتلاف پر ضد به جګړه کوي.
په ۱۹۴۵م کال کې د ۵۰ هيوادونو استازيو د امريکا په سن فرانسسکو ايالت کې سره وليدل چې د ملګرو ملتونو لپاره منشور جوړ کړي. په دې غونډه کې پر هغو پېشنهادونو خبرې وشوې چې د چين، شوروي اتحاد، امريکا او برتانيې له خوا وړاندې شوي وو.
دا منشور د ۱۹۴۵م کال د جون په ۲۶مه د ۵۰ هيوادونو د مشرانو له خوا لاسليک شو.
ملګرو ملتونو د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۴مه په رسمي ډول کار پيل کړ. د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴مه لمانځل کيږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ ماموريت يا UNAMA ويانده نيلاب مبارز وايي؛ افغانستان د ملګرو ملتونو له لومړيو غړيو هيوادونو څخه دی:
"افغانستان هغه هيواد دی چې په ۱۹۴۵م کال کې يې د ملګرو ملتونو غړيتوب په لومړيو وختونو کې تر لاسه کړ. ملګري ملتونه له هغه وخته راهيسې د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي."
ملګري ملتونه په افغانستان کې درې ډوله مرستندويه ادارې لري. نيلاب مبارز د ملګرو ملتونو د مرستندويه پروژو په هکله وايي:
"لومړی هغه پروژې او صندوقونه دي چې د بشري حقونو لپاره ځانګړي شوي دي او له افغانستان سره مرسته کوي. دوهم هغه پروژې او موسسات دي چې د د بيارغونې او پرمختيايي چارو لپاره ځانګړي شوي دي او درېيم UNAMA دی چې دا د ملګرو ملتونو سياسي موئسسه ده او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا څخه خپل فرمان اخلي او د افغانستان لپاره کار کوي.
اغلې نيلاب زياتوي چې د ملګرو ملتونو د پروژو په اړه به د افغانستان دولت او خلک قضاوت کوي خو ملګري ملتونه تل له افغانستان سره يو ځای اوږه په اوږه درېدلي دي او په راتلونکي کې به هم له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.