داسې ښکاري چې د اوکراین خلک به د راتلونکې یکشنبې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې د خپل هیواد لپاره نوي سیاسي جوړښت رامخته کړي.
د اوکراین دا انتخابات به هغه پخوانۍ لید لوري هم له مینځه یوسي چې پر اساس يې ویل کیده؛ دا هیواد اروپا پلوو او روسيي پلو ترمنځ ویشل شوی دی.
په اوکراین کې د نارنجي او ابي انقلابونو د پلویانو ترمنځ د پخواني جلاوالي له مینځه تلل د هغې شخړې نتیجه ده چې دا مهال د اوکراین په ختیځ کې روانه ده.
دغه راز د اوکراین د حکومت تر کنټرول لاندې په هغو سیمو چې روسي ژبې او روس توکمه هم په کې میشت او په راتلونکو انتخاباتو کې به برخه اخلي هم یوه اجماع د جوړېدو په حال کې ده.
په کیف کې د مهیلا اکاډمۍ پروفیسور "انډریاس اوملنډ" وايي؛ د اوکراین وروستیو تحولاتو د دې هیوا د خلکو ترمنځ جلاوالۍ له مینځه وړی دی:
"دې جګړې او دې درک چې دا جګړه روسيې پر لاره اچولې او ملاتړ يې کوي؛ د اوکراین د خلکو ترمنځ تقسیمات له مینځه یوړل. حتی هغه روس توکمه چې د اوکراین اتباع دي اوس وطنپاله کیږي."
د ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې اډیټوره "نتالیا چوریکوا" وايي؛ د اوکراین خلک د ژبې او هویت له موضوعاتو پورته د خپل هیواد امنیت ته زیات اهمیت ورکوي:
"د ژبې او هویت مسالې له کلونو راهیسې په اوکراین کې په سمه او او نا سمه توګه مطرح او کارول شوي دي. د اوکراین خلک تر هر څه زیات د امنیت په مساله کې متحد دي او زما په فکر امنیت د ټولو موضوعاتو په سر کې دی."
د اوکراین د ختیځ دونیڅک او لوهانسک د سیمو اوسیدونکي به په راتلونکو انتخاباتو کې په دغې سیمه کې د بیلتون غوښتنې روان کړکیچ ته په پام سره په دې پروسه کې په زیاته اندازه ګډون ونه کړي. دغه راز له روسيې سره د یو ځای شوې کریمیا ټاپوزمې اوسیدونکي چې اکثره يې روسي ژبي دي؛ د اوکراین په راروانو پارلماني انتخاباتو کې برخه نه اخلي.
د فساد پر وړاندې د روسيي د صندوق په نامه د ادارې له خوا د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې د اوکراین د "خارکیف او اودیسا" سیمو د اوسیدونکو چې زیاتره يې روسيي ژبي دي؛ ۳۴ په سلو کې له اروپا سره د تړلي راتلونکې پلوي کوي.
نظر پوښتنه ښيي چې د دې دواړو سیمو ۱۷ په سلو کې اوسیدونکي بیا له روسيي سره د نزدې اړیکو او همدا فیصدي بیا د خپلواکۍ غوښتونکي ده.
د کییف د یوه څیړنیز مرکز مشر "ویتالي بلا" له دې نظر سره موافق دی چې د اوکراین په ختیځ کې روانې شخړې د اوکراین سیاسي لر لید بدل کړی دی:
"په دې انتخاباتو کې به اروپايي پلوه ګوندونه او د اوکراین د پخواني حکومت مخالفې ډلې اکثریت ترلاسه کړي. دا یو اساسي بدلون دی او داسې ښکاري چې دا وضیعت به په نزدې راتلونکې کې بدل نشي."
په اوکراین کې د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې د اوسني ولسمشر "پټرو پروشنکو" ګوند د ولس د ۳۰ فیصده خلکو ملاتړ له ځانه سره لري او د پخوانۍ صدراعظمې یولیا توماشینکو د ګوند په ګډون یو شمېر نور ګوندونه بیا هڅه کوي چې ځانونه ته په نوي پارلمان کې مناسب ځای پیدا کړي.
اخوا بیا د روسيې رسنیو په پراخه اندازه د اوکراین د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د کم اهمیته ښودلو په هدف خپرونو ته زور ورکړی دی.