له میاشتو انتظار اود کاندیدانو او د هغوی د پلویانو له بېلابېلو او توندو غبرګونونو سره؛ بلاخره د شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل.
د دې کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د څه باندې دوه نیم زره کاندیدانو له جملې څخه یواځې ۴۵۸ یې توانېدلي چې ولایتي شوراګانو ته لاره پيداکړي.
هغه وویل چې د دې کسانو له ډلې ۳۶۱ یې نارینه او پاتې ۹۷ یې ښځې دي:
"په ټول هیواد کې له څلوردیرشو ولایتونو څخه څلور سوه او اته پنځوس څوکۍ د ولایتي شوراګانو لپاره په نظر کې نیول شوي چې له هغې ډلې د اووه نوي څوکیو وړونکي ښځې دي او درې سوه یو شپیته څوکۍ په نارینه وو پورې اړه لري."
که څه هم ښاغلي نورستاني د کامیابه کاندیدانو نومونه وانه خیستل؛ خو ویې ویل، چې د ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو د نتیجو ټول جزیات د دې کمیسیون په ویب پاڼه کې خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې ولسي جرګې وویل چې د ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو په نتیجو کې ځنډ د قانون د تصویب په برخه کې دوی ته ستونزې پيدا کړي.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو انتخابات د جمهوري ریاست د لومړي دور انتخاباتو سره یو ځای د حمل د میاشتي په شپاړسمه نیټه تر سره شول.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور د میاشتې په ۳۱ اعلان کړل.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو جنجالي کېدل؛ د دې سبب شول چې د ولایتي شوراګانو په وروستو پایلو کې ځنډ راشي.
په همدې دلیل د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وړاندیز وکړ چې په هېواد کې د ښو انتخاباتو د ترسره کېدو په خاطر باید دواړه انتخابات په یوه وخت کې تر سره شي.
دوی مني چې نه دي توانېدلي د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ښه عدالت پلی کړي.
په عین حال کې د انتخاباتوخپلواک کمېسیون رییس احمد یوسف نورستانی هم تاییدوي چې دولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې ستونزې او درغلۍ موجودې وې.
هغه چې دشنبې په ورځ یې خبرې کولې وویل؛ ترهغې چې په ښه توګه د افغانستان دوګړو او رایه ورکوونکو شمیر معلوم او د هېواد ټولو اتباعو ته الکترونیکي تذکرې ونه ویشل شي په افغانستان کې شفاف انتخابات ترسره کېدل ممکن نه دي:
"تر څو چې موږ په افغانستان کې الکترونیکي تذکرې او د وګړو دقیق ارقام ونه لرو او په مشخصې حوزې کې د رای ورکونې په شرایطو د برابرو کسانو لست موجود نه وي؛ نو تل به د داسي ستونزو او د درغلیو د تورونو تمه ولرو."
په ورته وخت کې دافغانستان دانتخاباتو دڅار بنسټونه د ولایتي شوراګانو دوروستیو نتیجو د اعلان ترڅنګ وايي چې د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې لازم شفافیت موجود نه و.
راپور: رحمت الله افغان