د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

پاکستاني پوځ په خيبر ايجنسۍ کې د ٢٠ وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي چې دوى ته يې په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د يکشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې په قبايلي سيمو کې د سخت دريځۀ وسله والو پرضد پوځي عمليات په برياليتوب روان دي او د پاکستان جنګي جټ الوتکو د يکشنبې په شپه د خيبر ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزوو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢٠ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

دوى همداراز وايي، چې په دغو هوايي بريدونه کې يې د وسله والو ٥ مرکزونه له منځه وړي دي.

په خيبر ايجنسۍ کې يې يوه ځايي امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي؛ ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان هوايي ځواک د خيبر ايجنسۍ په باړې؛ ملک دين خېل، سپين قمبر، سپاه او يو شمېر نورو سيمو کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام د وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي او دوى ته يې ستر تلفات اړولي دي.

په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه په داسې حال کې کېږي، چې پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون مياشتې له ١٥مې نېټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې کې هم پوځي عمليات پيل کړي

پوځ ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دې دمه تر ١١٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پټنځايونه يې هم له منځه وړي دي.

د خيبر ايجنسۍ يوه ځايي خبريال ازادي راډيو ته وويل، چې په دې سيمه کې د پوځي عملياتو له امله ډېرى خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او همداراز په باړه کې ګرځبنديز هم لګېدلى دى:

" تقريباً ٥٠٠ کورنۍ خپلې سيمې پرېښي او د پېښور په ګډون مختلف ځايونو ته تللي دي. په ملک دين خېل، قمبرخېل، شلوبر، سپاه او د باړې په نورو ټولو سيمې کې کرفيو (ګرځبنديز) لګېدلى دى."

که څه هم پاکستاني ځواکونه وايي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې يې د پوځي عملياتو په اوږدو کې تر دمه د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون سلګونه جنګيالي وژلي؛ خو سيمه ييزو او خپلواکو سرچينو لا تراوسه د دوى د دغې ادعا پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې سيمې ته د خبريالانو د ورتګ اجازه نشته.

د يادونې وړ ده، چې په خيبر ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو پاکستاني طالبانو په ګډون؛ د لشکر اسلام او انصاراسلام په نامه د وسله والو ډلو ګڼ شمېر جنګيالي مېشت دي، چې له دې ځايه په پاکستان او افغانستان دواړو کې ترورېستي فعاليتونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG