د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

پاکستان: افغان دولت د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې دلچسپي لري


Pakistan -- Afghan refugee children gather at a special medical camp set up by UNHCR with the co-ordination of Pakistan Medical Dental Association to mark World Refugees Day in Islamabad, June 20, 2014
Pakistan -- Afghan refugee children gather at a special medical camp set up by UNHCR with the co-ordination of Pakistan Medical Dental Association to mark World Refugees Day in Islamabad, June 20, 2014

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي؛ چې د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت راجسټر او غېر راجسټر شوي ټول افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته وروغواړي.

بلوچ زياتوي، چې دوی به په نزدې راتلونکي کې د همدې هدف لپاره یو پلاوی د نورو خبرو لپاره افغانستان ته ولیږي؛ څو د کډوالو د بیرته ستنېدو په اړه له افغان حکومت سره يوځاى یوه موثره او کوټلې تګلاره جوړه کړی شي.

نوموړي دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ د پاکستان له دولتي خبري اژانس "ايسوشيېټډ پريس اف پاکستان" سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان يا UNHCR د چارواکيو د وينا له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا شپاړس لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې د ٢٠١٥م کال تر پايه ورته په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اجازه ورکړل شوې ده.

دوى همداراز وايي، چې په دې هېواد کې دا مهال داسې زرګونه افغان کډوال هم دېره دي، چې له حکومت سره راجستر نه دي او په بې غېر قانوني توګه مېشت دي.

د اسلام اباد په افغان سفارت د کډوالو چارو د رييس معاون همايون شينواري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوى رامنځته شوى افغان حکومت غواړي؛ چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زياته کړه، که څه هم موږ د افغان کډوالو په داوطلبانه توګه د بېرته ستنېدو غوښتونکي يو؛ خو تر دې دمه کابل ته په دې اړه د خبرو لپاره د تلونکي پاکستاني هئيت له سفره نه يو خبر:

" دا خو زموږ رييس جمهور صيب ويلي وو، چې دغه کوم افغان کډوال يا بې ځايه شده ګان چې دي؛ دغه نور زه ختمول غواړم. نو اوسه پورې بل کوم راپور موږ ته نه دى راغلى؛ خو په دې يې زموږ له وزير صيب سره خبرې کړې وې؛ هغه يې غوښتى و او ورته يې ويلي وو، چې بايد موږ په راتلونکيو پېنځو کالو کې (افغان کډوال بېرته وطن ته راوغواړو)."

نوموړي همداراز د پاکستان د د سرحدونو او د کډوالو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ هلې ځلې وستايلې او ويې ويل، چې نوموړي ورسره د افغان کډوالو د ستونزو په اواري کې لازمې مرستې کړي دي.

په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته اټکل کېږي، چې پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره به کومه لاره جوړه کړی شي.

له ٢٠٠٩م کال کال راهيسې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پخپله خوښۀ هېوا د ته د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه لکونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان يا UNHCR په خپله خوښۀ يا داوطلبانه توګه هېواد ته له ستنېدونکيو افغان کډوالو سره يوه اندازه مالي مرسته هم کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG