د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

مشرانو جرګې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په فساد تورن کړ


مشرانو جرګې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي په درغلیو تورن کړل او ویې ویل؛ چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په وروستۍ نتیجو کې یې شفافیت نه دی تامین کړی.

د ولایتي شوراګانو د وروستیو نتیجو اعلان د مشرانو جرګې د یوشمیر غړو سخت غبرګونونه راپارولي او دوی ګواښ کوي، چې په درغلیو بریالي شوو وکیلانو ته به سنا ته د ننوتو اجازه ورنه کړي.

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شورا ګانو د وروستیو نتیجو په اعلان کې لاسوهنه کړې ده.

په دې جرګه کې د کندهار استازي او د ولایتي شورا کاندید سید احمد سیلاب وویل، چې ده په کندهار کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلي؛ خو اوس یې له وروستي لست څخه نوم لرې شوی دی:

"هیڅ نوعه مشکل نه لرم. په ټول کندهار کې مې یوه رایه نه ده باطله شوې؛ خپله رییس د کمیسیون د سمع شکایات د کندهار او کمیشنران وایي چې واحد کاندید ته یې. په ټول کندهار کې واحد کاندید زه یم؛ دا چې ولې له لسته ویستل شوی یم او په کوم اساس مې څلورنیم زره رایې کمې شوي دي؛ نه قانون معلوم دی نه اصول معلوم دي."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل چې له مخې یې د ۹۷ میرمنو په ګډون ۴۵۸ کاندیدان بریالي شوي دي.

د مشرانو جرګې ځینو غړو ویل چې د دوی نومونه د بریالیو کاندیدانو په لست کې وو؛ خو له اعلانیدو یوه ورځ مخکې لرې شوي دي.

سناتور خالق داد بلاغي وایي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید په دې برخه کې ټاکل شوي پلاوي ته وضاحت ورکړي:

"زموږ وکیل صاحبانو، رایې اخیستي او په لست کې یې نومونه وو؛ خو په وروستیو شیبو کې حذف شوي؛ ترڅو چې حقیقت موندونکي پلاوي ته په دې اړه وضاحت ورنه کړل شي؛ نو زه به یوه یوه سناتور یا وکیل ته هم اجازه ورنه کړم چې له دې ادرسونو جرګې ته راشي."

مشرانو جرګه یوسل او دوه غړي لري، چې دا مهال یې دوه برخې د ولایتي شوراګانو او یوه بله برخه یې د ولسمشر له خوا تعینیږي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني ازادي راډیو ته وویل چې له خپلې پریکړې دفاع کوي او زیاتوي، چې که سناتوران د خپلو دې ادعاوو لپاره کره شواهد لري دوی به یې وڅیړي:

"موږ د خپلو پریکړو په اړه ټولو خلکو ته ځواب ویوونکي یو؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون عمومي او له اسنادو پرته شکایتونه نه مني؛ خو که مدارک او اسناد موجود وي؛ موږ ورته ځواب وایو."

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس د ولایتي شوراګانو د نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې بشپړ شفاف انتخابات هیڅ امکان نه لري.

د انتخاباتو مسولین او ځینې څارونکي وایي؛ ترڅو چې د رایه ورکوونکو شمیر معلوم او ټولو ته الکترونکي تذکرې ونه ویشل شي؛ د انتخاباتو په بهیرونو به همداسې انتقادونه موجود وي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG