د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

"امریکا او متحدین یې باید د امنیتي سند له مخې د افغانستان امنیت او ثبات ته متعهد وي"


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ له دوو ورځو راهیسې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د متن په اړه د دې جرګې د نړیوالو اړیکو په کمیسیون کې بحث روان دی.

د ولسي جرګې منشي انجینیر سید اکرام د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ افغانان له امریکا سره د یاد سند تر لاسلیک وروسته د هیواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په تمه دي.

نوموړي وویل، امریکا او متحدین یې باید له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي سند په اساس کړې ژمنې عملي او په دغه هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت هڅه وکړي:

"د افغانستان په اکثر سیمو کې امنیتي ستونزې موجودې دي. په عین حال کې له ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو باندې راکټې بریدونو لګیږي. امریکا متحده ایالاتونه باید د افغانستان هغه ګاونډي هیوادونه چې دې هیواد ته امنیتي ستونزې پیدا کوي ډېر فشار راوړي؛ څو له دې کاره لاس واخلي. هغه څه چې په امنیتي او دفاعي سند کې راغلي باید امریکا او متحدین یې له افغانانو سره د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي."

د ښاغلي اکرام په خبره د امنیتي او دفاعي سند د متن په اړه د بحث په خاطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکي او د ملي امنیت د شورا سلاکار دې جرګې ته غوښتل شوي.

له امریکا متحده ایالتونو سره دفاعي او امنیتي سند د ملي امنیت شورا د سلاکار له خوا د اوسني حکومت په پیل کې لاسلیک شو.

د دغه سند له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري به افغانستان کې پاتې کیږي چې بیا به په ورپسې کلونو کې کرار کرار له دې هیواده وځي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي؛ که چیرته امریکا د یاد سند په اساس خپلې ژمنې عملي نه کړي؛ نو د تصویب رایه به ورنه کړي.

له دې ټولو سره سره د کابل پوهنتون استاد او حقوقي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي؛ ولسي جرګه حق لري چې دا سند رد یا تصویب کړي؛ خو هیله مندي شته چې د تصویب رایه ورکړي:

"د قانون له مخې ولسي جرګه صلاحیت لري چې دغه تړون یا تصدیق کړي یا یې رد کړي. د ولسي جرګې اکثریت غړي د ښاغلي کرزي د حاکمیت په دوران کې د دې پلویان وو چې دا سند ژر تر ژر نهايي او د تصدیق لپاره باید راولیږل شي. تر ډېره فکر کوم چې د رایو په اتفاق نه بلکې د رایو په اکثریت به تصدیق کیږي."

یو شمیر افغانان وايي، که څه هم له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک شوی دی؛ خو په دغه هیواد کې ناامنۍ زیاتې شوي او د افغانستان په یو شمیر سیمو باندې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لا هم راکټې حملې کیږي.

یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک او تصویب په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو د مخنیوي په برخه کې اغیزمن تمامیدلی شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG