د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

صدیقي: د تروریستانو د ځپلو په هدف د ځانګړو پولیسو عملیات زیات شوي


په داسې حال کې چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو حملې زیاتې شوې او د پولیسو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی؛ د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تروریستانو د ځپلو په هدف یې د ځانګړیو پولیسو عملیات زیات کړي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په خپلې اونیزې خبرې غونډې کې وویل؛ له پلان او ژمنې سره سم يې عملیات کړي او ادامه به ورکړي:

"هغه عملیات کې د ځانګړیو ځواکونو له خوا کیږي او تاسې پوهیږئ چې د دې عملیاتو طرز العمل بېل دی؛ دوی یواځې د تروریزم پر ضد مبارزه کوي او د هغو معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کوي چې کشفي ارګانونه یې ورکوي؛ دوی تېره اونۍ ۱۳۵ خاص علمیات درلودل چې دا په عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی ښي؛ څنګه چې موږ يې وعده کړې وه؛ عملیات به زیاته وو."

هغه زیاته کړه تېره اونۍ يې ۱۳۵ خاص عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۱ تروریستان وژل شوي او ۴۱ نور ژوندي نیول شوي دي.

دا عملیات په داسې حال کې چټک شوي، چې د وروستیو راپورونو له مخې درې ورځې وړاندې وسله والو مخالفانو د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په امنیتي پوستو حمله کړې چې درې پولس په کې وژل شوي، شپږ ټپیان شوي او ۱۷ نور لادرکه دي.

امنیتي سرچینې وايي چې د لادرکه پولیسو د پیدا کولو لپاره یې تصفیوي عملیات پيل کړي؛ خو تراوسه یې درک نه دی معلوم شوی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي چې خبریالانو ته یې خبرې کولې؛ وویل، افغانانو د ټرویزم پر وړاندې په مبارزه کې مسوولیت ادا کړی او اوس د نړیوالې ټولنې وار دی؛ چې خپل مسولیت ادا کړي:

"دا د نړېوالې ټولنې مسوولیت دی؛ افغانانو په تېرو دیارلسو کلونو کې د تروریزم پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړی؛ په دې برخه کې مو قربانۍ ورکړي اوس د نړیوالې ټولنې او د سمیې د هېوادونو مسوولیت دی؛ چې پاکستان د ترویزم د تمویل کوونکی په توګه مسوول وګني."

د افغانستان حکومت ادعا کوي چې تروریستان د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې افغانستان ته را اوړي چې پر افغان او بهرنیو سرتیرو حملې کوي.

د کارپوهان په وینا که چېرې د پاکستان په خاوره کې د تروریستان د ښوونې روزنې کمپونه او د هغوی پټن ځایونه له منځه ونه وړل شي؛ په افغانستان کې د امنیت راتګ ستونزمن کار دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG