د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د بلوچستان په شېراني سيمه کې څلورافغان طالبان نيول شوي


د بلوچستان په شېراني سيمه کې څلورافغان طالبان په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

پوليس وايي، دوى په افغانستان کې په جګړه کې ټپيان شوي وو او د ږوب پر لاره پېښورته روان وو.

د ږوب او ډېره اسماعيل خان ښار ترمنځ شېراني سيمه پرته ده، چې د بلوچستان وروستۍ ضلع ده.

د دې سيمې په (ماڼېخوا) نومي ځاى کې يکشنبې په سهارد ملېشه ځواکونو پريوه امنيتي پوسته باندې څلورتنه نيول شوي دي، چې د سيمې د چارواکو په وينا ټپيان وو او د درملنې لپاره په يوه شخصي موټر کې پېښور ته روان وو.

د شېراني ضلعې د پوليسو مشرمحمدشاکرازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه کسان ملېشه سرتېرو تر لومړنيو پوښتنې ګروېږنو وروسته دوى ته سپارلي دي او د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم په پوليس تاڼه کې بنديان دي، چې ترمحاکمه کېدو وروسته به خوشې کېږي.

پوليس مشرشاکر وايي، نيول شوي کسان د افغانستان وسله وال طالبان دي، ځکه چې وايي ورته ويلي، چې په افغانستان کې دوى د طالبانو په خپل منځي جګړه کې ټپيان شول او د درملنې لپاره پېښور ته روان وو. پوليس مشر شاکر وايي:

"پرماڼېخوا له پوليس تاڼې سره امنيتي پوسته ده، ملېشه وو وړمه شپه درې نيمې بجې پر دې پوسته نيولي دي، بيا چې موږ پوښتنې ځنې وکړې، ويل يې موږ له افغانستانه را روان يو، اوس پېښور ته ځو، ويل هلته مو جګړه وکړه، ويل زموږ له خپلو طالبانو سره جګړه وه، اوس خداى خبرڅه کيسه ده."

دغه نيول شوي کسان محمدبشير، مولانا نورالحق، مولوي مقبول او محمداسماعيل نومېږي.

پوليس مشر وايي، له دوى سره چې کوم موټر وو، د هغه چلوونکى د کوټې اوسېدونکى وو، هغه ورته ويلي، چې دغو کسانو دا موټر په کوټه کې کرايه کړ او پېښور ته يې رسول.

د ږوب سيمې مرستيال کميشنر نذرمحمد کېتراڼ رسنيو ته ويلي، چې له افغانستانه تل ګڼ شمېر خلک له سفري اسنادو پرته د قمردين کارېز پر لاره پاکستان ته را اوړي، چې ممکن په هغوى کې به طالبان هم وي، خو دغه کسان ټپيان وو، ځکه امنيتي پوليسو ورباندې شک کړى او نيولي يې دي.

د شېراني ضلعې پوليس مشر محمدشاکر وايي دغه نيول شوي طالبان اوس د دوى په ولکه کې دي او نورې پوښتنې ګروېږنې هم ځنې کوي، بيا به يې په پاکستان کې د غيرقانوني سفر کولو په جرم محکمې ته سپاري:

"موږ پوښتنې ګروېږنې ځنې وکړې، رپوټ مو خپلې ادارې ته واستاوه، دا نو اوس د عدالت [محکمې] کار دى، هغوى به يې محاکمه کوي، بيا به يې کوټې ته استوي، هلته به ايف اى اې [د تحقيقاتو مرکزي ادار] افغانستان ته سپاري که څنګه دا د هغوى کار دى"

پوليس مشر وايي، له دغو کسانو سره يې هيڅ ډول وسله نه ده نيولې او نه يې د نيول کېدو په وخت له امنيتي پوليسو سره څه جنجال کړى دى.

د يادونې وړ ده چې ږوب او شېراني سيمې له جنوبي وزيرستان او د افغانستان له پکتيکا ولايت سره پولې لري او وخت په وخت پکې وسلوال نيول کېږي. په ٢٠٠٧م کال کې هم د پاکستاني طالبانو يو قومندان عبدالله مسود هم په ږوب ښار کې دننه د امنيتي ادارو په عملياتو کې و وژل شو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG