د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

امريکا له افغانستان سره د مرستو لپاره شرايط ټاکي


​د امريکا په مشرانو جرګه کې ډيموکراتان له افغانستان سره د خپلو راتلونکو مرستو لپاره نوي شرايط په پام کې لري.

دوى په خپل يوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ به خپور شي، ولسمشر اشرف غني ته خبردارى ورکړى چې دوى به په افغان حکومت کې د نويو کسانو د ګمارلو او د بشري حقونو د تامين موضوع وڅاري.

دغه راپور د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له خوا ترتيب شوى چې اکثريت غړي يې ډيموکراتان دي او افغان مشرانو ته چې تمه لري له کابل سره د واشنګټن د ملياردونو ډالرو په اندازه مرستې دوام وکړي، يوه طرحه ورکوي.

واشنګټن پوسټ ورځپانه ليکي: د افغانستان له بيارغونې د ملاتړ لپاره د امريکا د مشرانو جرګې د ډيموکراتو سناتورانو له خوا له تېرو انتخاباتو وروسته دغه پېشنهادونه مطرح شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو پر نتايجو لانجې شا و خوا شپږ مياشتې دوام وکړ، چې بالاخره د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي يووالي د حکومت پر تشکيل موافقه وکړه.

واشنګتن پوسټ ليکي، د افغانستان د ملي يووالي د حکومت کابينه چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله له خوا به په شريکه ټاکل کېږي، په واشنګټن کې ځينې اندېښنې پيدا کړي، چې د افرادو د ټاکلو پر سر سياسي لانجې ښايي پر بودجې او مالي مرستو د څار اړخ کمزورى کړي.

د کانګرس په دې راپور کې ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ته خبردارى ورکړل شوى چې امريکا غواړي د دوى له خوا په حکومت کې د ګمارل شويو کسانو د اجرااتو څارنه وکړي.

د دې راپور يوه کاپي واشنګټن پوسټ ته هم په لاس ورغلې، په يوه برخه کې يې ليکل شوي: ”له افغانستان سره د امريکا زياته اندازه مالي مرستې هغه وخت دوام کوي، چې دغه حکومت اصلاحات راولي“.

راپور زياتوي چې اکثريت ډيموکراتان له افغانستان سره د بيارغونې لپاره د مالي مرستو د دوام ملاتړ کوي.

واشنګټن پوسټ ليکي، په ٢٠٠١م کال کې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته امريکا په افغانستان کې پر بيارغونې، ښې حکومتدارۍ، دغه راز ملکي او پوځي خدماتو ١٠٤ مليارده ډالره لګولي دي.

په داسې حال کې چې تمه کېږي د امريکا او نورو متحدو هېوادونو اکثريت جنګي ځواکونه د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستانه ووځي، په پام کې ده د امريکا متحده ايالات د لسو کلونو لپاره له افغانستان سره هر کال له پنځو ملياردو نيولې تر اتو ملياردو ډالرو پورې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG