د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

نړیوالو څارونکو د اوکراین پارلماني انتخابات تایید کړل


په اوکراین کې د اکتوبر په ۲۶مه پارلماني انتخابات وشول او د دوشنبې په ورځ نتیجو وښودله چې لویدیځ پلویو؛ روس پلویو ته ماتې ورکړې او دا مهال جمهور رییس پروشینکو د یوه ایتلافي حکومت په جوړولو کار کوي.

نړیوالو څارونکو د اوکراین پارلماني انتخابات تایید کړي؛ خو روسیه وایي، دوی هیله من دي چې په دې هېواد کې د یوه جوړونکي حکومت په رامنځ ته کیدو سره به روانې شخړې راکمې شي.

په عین حال کې د اوکراین جمهور رییس پټرو پرشینکو او صدراعظم ارسیني یاتسینوک د اوکتوبر د ۲۶ نیټې انتخاباتو کې د اروپا پلویو له بري وروسته د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې کوي.

زیات شمیر اوکراینیان هیله من دي چې دا انتخابات به په هیواد کې شخړې او جګړې ختمې او سوله او ثبات به رامنځ ته کړي. له څو میاشتو راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلویو بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان خاص منتظم "کینټ هارسټید" Kent Harstedt د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ د اوکراین پارلماني انتخاباتو کې ښې سیالۍ وشوې؛ رایې ورکوونکو ته د ریښتینی انتخاب فرصت برابر شوي و او اساسي آزادیو ته بشپړ درناوی شوی دی.

"د اوکراین د راتلونکي لپاره په دې حساسه لحظه کې؛ د دې هېواد ادارو او رایې ورکوونکو په داسې انتخاباتو کې سختو ستونزو ته ځواب ووایه چې تر ډېره حده په کې ډیموکراټیکې ژمنې عملي شوي دي."

له بلي خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف وویل؛ مسکو به د اوکراین په انتخاباتو کې له زیات شمیر سرغړونو او د کاندیدانو له خوا د زورکارولو سره سره؛ د رایو نتیجې ومني.

ده د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل؛ مسکو هیله من دی چې دا انتخابات به په اوکراین کې یوه جوړونکي حکومت ته لار پرانیزې او داسې به نه وي چې د ټولنې او روسیې سره تضادونو او مقابلې ته دوام ورکړي.

د اروپایي کمیسیون رییس "حوزي منیول براسو" د اوکراین په ختیځ کې د واکمنو بیلتون غوښتونکو په ګډون؛ د دې هېواد خلکو ته د انتخاباتو مبارکي ویلي او دا انتخابات یې د ډیموکراسۍ او اروپایي بدلونونو د اجنډا بری وباله.

د ناټو عمومي منشي "ینس سټولتینبرګ" د اروپایي اتحادیې ستاینه غبرګه او زیاته یی کړه چې د اوکراین خلکو په څرګند او ډیموکراټیک ډول؛ د بدلونونو د هیلو او اروپایي لوري په تائید خپل غږ پورته کړ.

د اوکراین جمهور رییس پټرو پروشینکو د یکشنبې په شپه ویلي وو؛ رايې ورکوونکو اروپایي لارې ته یو قوي او په شا نه تلونکی ملاتړ ورکړ:

"ښکاره ده چې زه ډیر خوښ یم چې د پروشینکو بلاک په انتخاباتو کې زیاتې رایې وړي دي. خو دا مهمه نه ده، مهمه دا ده چې موږ به بالاخره اکراین پلوی او اروپا پلوی اکثریت ولرو."

شاوخوا پنځه میلیونو کسانو د اوکراین په خیتځ ډونیڅک او لوهانسک سیمو او کریمیا کې په دې پارلماني انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی.

د اوکراین د خیتځو سیمو بیلتون غوښتونکو ویلي؛ دوی به د نومبر په دوهمه خپل جلا انتخابات وکړي.

کییف، د امریکا متحده ایالاتو او نورو زیات شمیر هیوادونو ویلي چې د بیلتون غوښتونکو له خوا انتخابات نامشروع دي او په رسمیت به یې ونه پیژني.

XS
SM
MD
LG