د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

عبدالله: د بهرنیو سلاکارانو د فعالیتونو د موثریت په اړه باید څيړنه وشي


Afghanistan – Chief executive of Afghanistan Dr. Abdullah Abdullah during a press conference in Kabul on, 25 October 2014
Afghanistan – Chief executive of Afghanistan Dr. Abdullah Abdullah during a press conference in Kabul on, 25 October 2014

د افغان حکومت اجرایي رییس وايي چې په ادارو کې باید د بهرنیو سلاکارانو د فعالیتونو د موثریت په اړه څيړنه وشي.

د افغان حکومت اجرایي رییس وايي، چې په ادارو کې باید د ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وشي؛ ترڅو هیواد د بهرنیو سلاکارانو له احتیاجه خلاص شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د بهرنیو سلاکارنو د موجودیت او دکارونو د موثریت په اړه څیړنه مهمه ده.

ښاغلي عبدالله وویل، د بهرنیو سلاکارنو معاش ډیر لوړ دی اوباید معلومه شي چې افغان حکومت له دوی نه څومره ګټه اخیستلای شي:

"البته وزارتونه بهرنیو سلاکارانو موجودیت ته اړتیا لري؛ خو د دې ترڅنګ باید هره ورځ په سکټوري وزارتونو کې ظرفیتونه جوړ شي؛ یوه مساله چې باید په هغه برخه کې څيړنه وشي؛ دا ده چې د بهرنیو مشاورینو موجودیت څومره موثر دی او څومره مرسته يې کړې د ظرفیتونو د جوړیدو په برخه کې."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ریپوټونو په اساس د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډيره د دغو مشاورنیو په معاشونو لګول کیږي.

ویل کیږي چې دا مهال په افغانستان کې له پنځو زرو څخه ډير بهرني مشاروین کار کوي.

په عین حال کې یو شمیر اقتصادي کار پوهان بیا په افغانستان کې د بهرنیو مشاورینو موجودیت او فعالیتونه بې ګټې بولي.

د اقتصادي چارو کار پوه سیف الدین سیحون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په خواشینۍ سره د بهرنیو سلاکارانو له خوا هیڅ ډول ګټور اقتصادي سیاست رامنځ ته نشو، تر ډيره پروژې ناقضي وې، دا پروژې د افغانستان د خلکو او ملي منافعو سره په ټکر کې وې؛ نو ویلی شو چې د دوی کارونه هیڅ ډول موثریت نه درلود."

یو شمیر څيړونکي هم ټينګار کوي چې افغان حکومت باید خپل لومړیتوبونه جمع بندي کړي او د اړتیا په صورت کې له بهرنیو مشاورینو څخه ګټه واخلي.

د دوی په باور ډيری افغانان اوس کولای شي چې په اقتصادي برخه کې د مدریت او سلاکارۍ چارې پرمخ یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG