د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

هرات: په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي


د هرات په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او اته ملکیان ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې د حمله کوونکو هویت او کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی.

نن غرمه مهال یوه ډله وسله وال د هرات د زوړ ښار اړوند د لیلامیو په کوڅه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې پولیس له دې وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه، چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پخوانی:

په هرات ښارکې یوه ډله وسله وال د لیلامیو کوڅې په سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځآیه په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د هرات د چارواکو په حواله وایي، چې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او داسې ښکاري، چې د وسله والو شمیردې څلور تنه وي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه،چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG