د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

افغان ولسمشر له چینایي چارواکو سره پر ثبات او امنیت غږیږي


تمه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی د چین د سفر په ترڅ کې؛ یو لړ تړونونه لاسلیک کړي او د اسټانبول د غونډو د لړۍ په دوام په یوه غونډه کې برخه واخلي.

په اسټانبول کې د ترکیې په نوښت له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ا ستازیو غونډې کړې دي او دا ځل به د جمعې په ورځ د دې غونډې کوربه چین وي.

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریالانو خبر ورکوي چې په بهرنیو اړیکو کې د صدراعظم نوازشریف جګپوړي سلاکار سرتاج عزیز به چین ته ولاړ شي او د جمعې په ورځ به له افغان ولسمشر سره د چین په منځګړیتوب په خبرو کې برخه واخلي؛ خو تر اوسه پیکنګ ته د سرتاج عزیز د تګ خبره په رسمي ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نه ده تایید کړې.

افغان ولسمشر به د چین د سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ او یو شمیر نورو چارواکو سره هم وګوري.

څیړونکي په دې باور دي چې اشرف غني به د دې سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې چین او چینایي پانګه وال وهڅوي چې په افغانستان کې ډيره پانګونه وکړي.

چینایي دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ته نن د چین د نړیوالو اړیکو د تحقیقاتي مرکز یوه غړي "فیو شیاو قیانګ" وویل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د نورو سرچینو ملاتړ ترلاسه کول مهم دي.

د فیو په وینا، چین د افغانستان په ګاونډ کې په دې برخه کې تر بل هر یوه ډیر څه کولی شي او افغانستان هم لومړیتوب ورکوي.

خو بل لور ته د افغانستان د ثبات په برخه کې سوالونه شته په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته.

اشرف غني په داسې وخت کې د چین څلور ورځنی سفر پیل کړی دی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د ناټو پاتې نژدې څلویښت زره محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG