د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

اوکراین: لوېدیځ پلوي ګوندونه د ایتلافي حکومت په اړه خبرې کوي


په اوکراین کې به نن (سه شبنه) د لویدیځو پلوو ګوندونو ترمنځ خبرې جاري وي.

په دې هیواد کې د یک شنبې په ورځ پارلماني انتخابات وشول او د ابتدايي نتایج څرګندوي چې لویدیځ پلوو ګوندونو زیاتې رایې ګټلې دي.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو پرون د یوه ایتلاف رامنځ ته کولو لپاره د مذاکرو د اول دور کوربه وو. د پروشینکو د ویاند په وینا، جمهور رییس پرون د دې هیواد له سره کتلي او د سیاسي ایتلاف پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي.

په اوکراین کې د یک شنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو اویا فیصده رایې شمیر شوې او ویل کیږي چې د صدراعظم ارسني یاتسینیوک ګوند "د خلکوجبهه" او د جمهور رییس پروشینکو سیاسي بلاک "ایتلاف"، هر یوه تر یوویشت فیصده زیاتې رایې ګټلې او ډیر فرق نه لري.

د ولسمشر پروشینکو په بلاک "ایتلاف" کې د هغه خپل ګوند او د کیف د ښاروال ګوند شامل دي.

داسې ګڼل کیږي چې پروشینکو او یاتسینوک به د ایتلاف د موافقې طرحه ډیر ژر خپره کړي.

د اوکرایین په پارلماني انتخاباتو کې په سلو کې دو پینځوس په شرایطو برابرو رایې ورکونکو ګډون کړی وو.

دا پارلماني انتخابات په داسې حال کې کیږي چې سیاسي بحران روان دی؛ کرایمیا له روسیې سره الحاق شوې او روس پلوي بیلتون غوښتونکي د دې هیواد په ختیځ کې جنګیږي.

نړیوالو څارونکو په اوکرایین کې د پارلماني انتخاباتو ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د اغیزمن حکومت په جوړیدو او د لانجو په هوارۍ کې به مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اوکرایین کې د یک شنبې د ورځې انتخابات بریالي وبلل او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې خبریالانوته وویل:

"موږ او کراینیانو ته مبارکي ورکوو چې د اکټوبر په شپږویشتمه یې د پارلمان بریالي انتخابات وکړل. د اوکراین خلکوپه زغرده د ډیموکراسۍ؛ اصلاحاتو او له اروپا سره د ګډون راییه ورکړه او له هغو ګوندونو یې پياوړی ملاتړ وکړ چې د اصلاحاتو پلوي کوي.

امریکا له اوکراین سره د روښانه راتلونکې جوړولو او د بریالیو راتلونکو نسلونو د روزلو لپاره ولاړه ده. امریکا د اوکراین خلکو ته د دې لپاره هم شاباسی وايي چې د داسې شفاف سیاسي بهیر ملاتړ یې وکړ چې په دې هیواد کې؛ په داسې سختو شرایطو کې چې په ختیځ کې بحران روان دی،؛ ملي وحدت پياوړی کوي."

جین ساکي زیاته کړه چې په اوکراین کې باید د منسک د موافقې د عملي کیدو لپاره هڅې زیاتې شي:

"موږ احساس کوو چې ټاکنو یو وار بیا څرګنده کړه چې سره له دې چې د روسیې پلوي کونکو وسله والو په ختیځ کې د زیاتو رایې ورکونکو د مخنیوی هڅې کولې؛ اوکرایین د ډیموکراتیکو پروسوعملي کیدو ته متعهد دی. خو څرګنده ده چې د منسک د تړون دعملي کیدو لپاره باید زیاتې هڅې وشي."

رپوټونه وايي چې په کرایمیا او د بیلتون غوښتونکو په تر کنټرول لاندې ښارونو لوهانسک او دونیڅک کې لږترلږه پينځه ملیونه کسانو ونه شو کولای چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د اروپايی اتحادیي غړي هیوادونه به نن پر مسکو د اقتصادي بندیزونو څرنګوالی او د اوکراین په بحران کې د روسیې لاسوهنه وڅيړي؛ خو د کومې سترې پریکړې تمه نه کیږي.

XS
SM
MD
LG