د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

مامونزی: په دولتي ادارو کې د حساب ورکولو یوغښتلی سیسټم رامینځته کوو


که څه هم ځینی خلک د حساب ورکولو په برخه کی کې د حکومت پر کمزورو اقداماتو انتقادونه کوي؛ خو د سمیه ییزوارګانونو خپلواکې ادارې تصمیم نیولی چې د مدني ټولنو په همکارۍ په دولتي ادارو کې د حساب ورکولو یوغښتلی سیسټم رامینځته کړي.

په دې مقصد د سه شنبې په ورځ د دې ادارې او د افغانستان د شفافیت د څار د ټولنې ترمینځ یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ مرستیال فرید مامونزي؛ په هیواد کې د ښې حکومتولۍ د رامینځته کولو په مقصد، د مدني ټولنو همکاري مهمه وبلله:

"د حکومتدارۍ وضعیت الحمد الله په تېرو کلونو کې ښه شوی دی. هیله ده دې لړۍ ته دوام ورکړو؛ پالیسي به اصلاح کړو، څیړنې به وکړو او ظرفیتونه به جوړ کړو.

له مدني ټولنې سره دا لومړۍ تفاهمنامه ده چې لاسلیک کیږي؛ هیله ده، نور بنسټونه هم مخې ته راشي او په دې برخه کې ورسره کاروکړو."

ښاغلي مامونزي هیله وښوده چې د دوی او مدني ټولنو ترمنځ د همکارۍ په نتیجه کې به د ولایتي ادارو په چارو کې مثبت بدلونونه رامینځته او خلکو ته به د هغوی د غوښتنو سره سم خدمات ترسره شي.

ده داهم وویل، هڅې روانې دي چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د ولایتي شوراګانو سربیره د ولسوالیو شوراګانې هم جوړې کړي.

راپورونه وايي، په تیرو څوکلونو کې ځینو حکومتي ادارو خلکو ته د اجراتو شفاف حساب نه دی ورکړی او دغه کمزوري اقدامات د دې سبب شول چې پرځینو ادارو د خلکو باور کم شي.

د افغانستان د شفافیت د څار د ټولنې مسوولینو وویل؛ هڅې به وکړي چې په سیمه ییزو ارګانونو کې یو شفاف سیسټم حاکم شي.

د دې ټولنې اجراییوي ریيس سید اکرام افضلي وویل:

"حکومت باید په لومړي ګام کې شفافیت رامینځته کړي. باید په مختلفو سطحو کې څیړنې وشي چې په کومه برخه کې شفافیت نشته.

باید داسې یو قانوني چوکاټ رامینځته شی چې خلکوته د حساب ورکول د شعارپه توګه نه بلکې حقیقي بڼه ولري."

د ښې حکومتولۍ په رامینځته کولو کې د خلکو د فعالې ونډې په هکله روانې هڅې په داسې حال کې کیږي چې راپورونه وايي، پخوا تردې ځینو حکومتي ادارو په ډیرو مواردو کې د خلکو غوښتنې په پام کې نه دي نیولي.

د سیمه ییزوارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي؛ په ځینو سیمو کې ناامنیو د دوی د پلانونو د پلې کېدو مخه نیولې ده.

دوی وايي، دا ستونزه په ولسوالیو کې اوس هم په بشپړه توګه له مینځه نه ده تللې او په هرو شاوخوا پنځوسو ورځو کې یو ولسوال د مخالفینو د حملو ښکار کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG