د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

اشرف غني: چین کولی چې افغانستان د کانونو د صنعت په مرکز بدل کړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د چین سینهوا خبرې اژانس ته وویل چې دی هیلمن دی چې له چین سره د افغانستان اړیکي ژورې او پراخې شي او دوه اړخیزه همکارۍ ډیرې شي.

اشرف غني چې په پیکنګ کې د چین له دغه رسمي اژانس سره خبرې کولې وویل، افغانستان له چین سره مشترکې ګټې لري او دواړه هیوادونه له یو ډول ګواښونو سره مخامخ دي. اشرف غني زیاته کړه چې دغه ګواښونه کابل او پیکنګ د سولې او امنیت په برخه کې همکارۍ ته هڅوي.

افغانستان او چین په خپلو کې د اوږدې همکارۍ ژمنه وکړه. دا ژمنه چین ته د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني د سفر پرمهال د سه شنبې په ورځ وشوه.

ښاغلي احمدزي د چین له جمهور رئیس شي جینپینګ سره کتنه کې وویل، مونږ غواړو چې چین د افغانستان ستراتیژیک شریک او ملګری شي.

د چین جمهور رییس وویل، د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو په برخه کې د همکاري نوې عصر ته چمتو دی ترڅو پرمختګ نوې لار او وسعت پیدا کړي.

اشرف غني وویل، چین په افغانستان کې د کانونو، ګاز او تیلو په برخو کې پیاوړی پانګه وال دی، افغان ولسمشر بیا وویل، چین کولی شي چې افغانستان د کانونو د صنعت په برخه کې په یوه مرکز بدل کړي.

چینایي دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ته د سې شنبې په ورځ د چین د نړیوالو اړیکو د تحقیقاتي مرکز یوه غړي فیو شیاو قیانګ وویل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د نورو سرچینو ملاتړ ترلاسه کول مهم دي. د فیو په وینا چین د افغانستان په ګاونډ کې په دې برخه کې تر بل هر یوه ډیر څه کولی شي او افغانستان هم لومړیتوب ورکوي.

خو بل لور ته د افغانستان د ثبات په برخه کې سوالونه شته په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته. ټاکل شوې ده چې پاتې نژدې څلویښت زره محارب بهرني ځواکونه د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې له افغانستانه ووځي.

خو د امنیت په برخه کې افغان ولسمشر غواړي چې له چینایي چارواکو سره خبرې وکړي او د جمعې په ورځ به د استانبول د غونډو د لړۍ په دوام په یوه غونډه کې برخه واخلي.

په استانبول کې د ترکیې په نوښت له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان استازیو غونډې کړې دي او دا ځل به د دې غونډې کوربه چین وي.

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریالانو خبر ورکړ چې په بهرنیو اړیکو کې د صدراعظم نوازشریف جګپوړي سلاکار سرتاج عزیز به ښایي چین ته ولاړ شي او د جمعې په ورځ به له افغان ولسمشر سره د چین په منځګړیتوب په خبرو کې برخه واخلي، خو تر اوسه پیکنګ ته د سرتاج عزیز د تګ خبره په رسمي ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نه ده تایید کړې.

XS
SM
MD
LG