د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

″روسیه د اوکرایني بیلتون غوښتونکو انتخاباتو ته په رسمیت ورکولوکې شک نه لري″


د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاوروف ویلي چې مسکو پلان لري چې د اوکرایني بیلتون غوښتونکو په سیمو کې را روان انتخابات په رسمیت وپيژني.

سرګې لاوروف په یوه مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیله څرګنده کړې چې ټاکنې به د پلان پراساس ترسره شي او روسیه دې ټاکنو ته په رسمیت ورکولو کې شک نه لري.

ټاکل شوې چې د نومبر په دوهمه، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پلویانو بیلتون غوښتونکو په ترکنټرول لاندې سیمو کې، انتخابات وشي.

د اوکراین په ختیځو ښارونو لوهانسک او دونیڅک کې د وسله والو بیلتون غوښتونکو مشرانو ویلي، غواړي چې د خلکو د جمهوریت لپاره چې دوي یې ادعا لري، ځانته پارلمان او رهبران وټاکې.

د امریکا او کېیف حکومتونو او ګڼ شمېر نورو غربي هېوادو دا انتخابات نامشروع بللي او وايي چې په رسمیت به یې ونه پيژني.

د روسیې خبري اژآنس، انټرفاکس د جمهور ریس ولادیمیر پوتین د ویاند په حواله ویلي، مسکو هیڅ دلیل نه لري چې په دونیڅک او لوهانسک کې ټاکنې په رسمیت ونه پيژني.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي د روسیې پر دې پلان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په اوکراین کې د روان بحران د حل لپاره هڅې متاثره کوي.

د اوکراین د بهرنیوچارو د وزارت چارواکې دمیترو کولیبا فرانس پرس ته ویلي چې د روسیې دا پلان د منسک له تړونه چې د وضعیت د کرارۍ او سوله ایز حل غوښتنه کوي، څرګنده سرغړونه ده.

دې اوکرایني چارواکې ویلي چې په ختیځ کې ټاکنو ته رسمیت ورکول پر روسیه، د یوه متعبر نړیوال شریک په توګه، د دوي باور ماتولای شي.

اوکراین پر روسیه غږ کړی چې په ختیځ کې پر بیلتون غوښتونکو وسله والو فشار راولي څو د انتخاباتو پلان لغوه کړي.

خو د روسیې د بهرنیوچارو وزیر او د کریملن ویاند، دنواړو ویلي چې دوي هیله لري چې ټاکنې به له پلان سره سم وشي.

د کریملن ویاند زیاته کړې چې په اوکراین کې پر بیلتون غوښتونکو وسله والو، د روسیې د حکومت اغیز محدود دی او په دې کې باید مبالغه ونه شي.

د اوکرایین جمهور ریس پترو پروشینکو ویلي چې په دې هیواد کې هر ډول ټاکنې باید له نافذو قوانینو سره په مطابقت کې وشي او په لوهانسک او دونیتڅک کې ټاکنې به په رسمیت ونه پيژني.

XS
SM
MD
LG