د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

په دې وروستیو کې پر کابل ولې راکټي بریدونه زیات شوي؟


په دې وروستیو کې پر کابل د دولت د وسله والو مخالفانو راکټي حملې، بمي چاودنې او ډله ییزونه بریدونه زیات شوي دي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي، طالبان په دې حملو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ولسمشر اشرف غني احمدزي د جدي ګامونو او واشنګټن سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر وړاندې عکس العمل څرګندوي.

کابل ښارپه دې وروستیو کې د شپې له خوا د راکټي بریدونو شاهد و.

د تیرې جمعې په ورځ او د یکشنبې په شپه د کابل پرهغو سیمو چې کلک امنیتي تدابیرلري، د راکتونو د لګیدلو له امله د خلکو ترمنځ ویره خوره شوه.

د اسوشیټیډ پریس اژانس د تخمین له مخې د تیرې سیپتمبر میاشت له ۲۹ نیتې راهیسې له کله نه چې اشرف غني احمدزۍ واک ته رسیدلی په کابل کې لس امنیتي پیښې شوي چې ۲۷ کسان په کې وژل شوي دي.

دا کسان په ۶ ځانوژونکو بریدونو، دوه بمي چاودونو او دوه راکټي حملو کې وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوي به پرکابل خپلو راکټي حملو ته دوام ورکړي او د دوي د بریدونو هدف د نوي حکومت کمزورې کول دي.

د طالبانو ویاند اسوشیټید پریس ته ویلي، دا حملې د ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په ځواب کې ترسره کېږي.

د افغان ملي اردو د پلي ځواکونو قومندان جنرال مراد علي مراد وايي، طالبان د راکټي حملو له لارې غواړي نړېوالې ټولنې ته وښيي چې هغوي اوس هم له سخت دښمن سره مخامخ دي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، طالبان د کابل شاوخوا سیمو اوسیدونکو ته پیسې ورکوي چې پرښار راکټي بریدونه وکړي.

نوموړی وايي، طالبانو اوس خپل تکتیک بدل کړی،خلکو ته پیسې ورکوي چې پرکابل راکټونه وولي، د هغه په باوردا اسانه کار دی دغه کسان راکټي حملې کوي او بیا تښتي.

وحید مژده وايي، طالبان له نوي حکومت خوښ نه دي ځکه نوي حکومت ښودلې چې له طالبانو سره خبرې نه کوي.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس لیکي: د طالبانو پروړاندې د اشرف غني احمدزي تګ لاره د پخوانۍ جمهوررئیس حامد کرزي د دریځ په مقایسه بدله ده.

حامد کرزي طالبانو ته د ورورخطاب کاوه او اشرف غني احمدزۍ ورته سیاسي مخالفان ویلي.

طالبانو پرکابل خپلو راکټي حملو ته په دې هدف زور ورکړی چې وښيي د اشرف غني احمدزي حکومت د پایتخت ساتنه نه شي کولی.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، پر وزیراکبرخان مینه راکټي بریدونه دا ښيي چې کېدای شي ځیني امنیتي کړۍ په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري ولري.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې غلام فاروق اسوشیټید پریس ته ویلي ځان وژونکې بریدونه د ورځې له خوا کېږي او راکټي حملې ښيي چې کابل ښار د شپې لخوا هم امن نه دی.

نوموړی وايي، هیله مند دی چې د اشرف غني احمدزي حکومت ددغو راکټي بریدونو مخه ونیسي څو کابل ښاریان لږ تر لږه شپه په ارامه فضا کې تیره کړي.

XS
SM
MD
LG