د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

هرات: هغه دوه وسله وال چې د لیلامیو له کوڅې يې ډزې کولې وژل شوي


د هرات مقامات وايي، امنیتي ځواکونوهغه دوه وسله وال چې نن يې د ښارد لیلامیو په کوڅه کې له یوې ودانۍ څخه ډزې کولې، وژلي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

که څه هم چې د هرات امنیتي مقامات برید کوونکې تروریستان بللي خو تراوسه پورې د دغو وسله والو چې ویل کېږي دوه تنه وو، د هویت په اړه دقیق معلومات نشته.

امنیتي چارواکو په هرات کې د ازادۍ رادیو خبریال ته ویلي چې د برید کوونکو مړي د زیاتو مرمیو د لګیدو له امله خراب شوي او په اوس وخت کې يې پیژندل ستونزمن دي.

د پیښې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل، برید کوونکې پرموټر سایکل سپاره وو او د لیلامیو په کوڅه کې پر یوې امنیتي پوستې له برید وروسته یوې ودانۍ ته ننوتل.

د هرات ښار د لیلامیو کوڅه د دې ولایت د امنۍ قومندانه د شاوخوا ۴ سوه مترو په واټن کې موقیعت لري.خو د هرات د امنې قومندانۍ ویاند وویل چې لا تراوسه معلومه نه ده چې د وسله والو هدف څه و.

په همدې حال کې د هرات د حوزوي روغتون مسولانو ویلي دوي ته تراوسه پورې ۶ ټپیان چې ۵ يې ښځې او یو يې ماشوم دی رسیدلي دي.

په دې وروستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو لخوا بریدونو یو ځل بیا زور اخستی دی.

وسله والو طالبانو تیره ورځ د کندرد استناف پرڅارنوالی ډله ائیز برید وکړ،۶ څارنوالان يې ووژل او یو يې ټپي کړ.

د کندز چارواکو ویلي حمله کونکې ۴ کسان وو چې ټول د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG