د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

اوژن: د هرات او چغچران ترمنځ د سړک کار ځنډیدلی دی


د فواید عامې وزارت سرپرست وايي، د هرات او چغچران ترمنځ د سړک کارچې جاپان یې د جوړولو ژمنه کړې وه ځنډیدلی دی.

نجیب الله اوژن ازادۍ راډیوته وویل چې د دغه سړک کار څه موده مخکې د خلکو او په پارلمان کې د غور ولایت د استازو ترمنځ د جنجال له امله ځنډیدلی دی.

ښاغلي اوژن وویل چې یاد شوی جنجال سیمې ته د فوایدې وزارت او په کابل کې د جاپان سفارت د تللو استازو په موجودیت کې رامنځته شوی له همدې امله جاپان د دغه سړک له جوړولو ډډه وکړه.

د چارواکو په وینا د دغه سړک د جوړولو لپاره شاوخوا سل میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي وو.

د فواید عامې وزارت سرپرست وایي، د هرات له چشت شریف ولسوالۍ نه د غور تر مرکزه پورې د جوړیدونکې سړک کار، د دې لپاره ځنډیدلی، چې د څرنګوالي په اړه د غور د وکېلانو او خلکو ترمنځ جنجال پیدا شوی.

نجیب الله اوژن ازادي راډیو ته وویل، چې په کابل کې د جاپان سفیر، دې سیمې ته تللی، خو کله یې چې هلته د خلکو جنجال لیدلی ددې سړک چارې یې ځنډولي دي:

"ټاکل شوې وه جاپان د هرات د چشت شریف څخه د چغچران ترمرکز پورې سرک جوړ کړي، د جاپان له سفیر سره په کتنه کې هغه ژمنه کړې وه چې دغه سرک کار پیلو خو له متصفانه د سرک په مسیر د خلکو او په پارلمان کې د غور د استازو ترمنځ جنجال رامنځته شو."

د فواید عامې سرپرست وزیر وايي چې د جاپان سفیر ورته ویلي چې په سیمه کې له ده څخه سم هرکلی نه د ی شوی او خلک له دې پروژې څخه خوښ نه وو.

ده د جاپان د سفیرپه حواله وویل چې جاپان د افغانستان دخلکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په خاطر په بیلابیلوبرخو کې پروژې پلې کوي خو که چېرې د دوی پروژې د خلکو ترمنځ د جنجال لامل شي له پلې کولو څخه یې ډډه کوي.

د چارواکو په وینا د دغه سرک د جوړلو لپاره شاوخوا سل میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي وو.

د ښاغلي اوژن په خبره اوس د غور خلک د دې پروژې له پلې کېدو سره کومه ستونزه نلري او د جاپان له سفارت څخه د یاد شوي سرک دجوړلو غوښتنه کوي:

"د جاپان له دولت څخه مو غوښتنه داده چې داسرک جوړ کړي دا یو ډیر اساسي سرک دی، دغور خلک هیڅ خواته لار نلري که دا سرک بشپړ شي غور کم ترکمه له یو طرفه له یوه لوی ولایت سره نښلي او ترانسپورتي او ترانزیتي لارې ورته خلاصیږي او دا دغور دخلکو په ژ و ند چې په سیمه کې بې وسه خلک دي یوې معینې اقتصادي ودې ته رسوي."

ښاغلي اوژن له خلکو وغوښتل چې د خپلو کوچنیو ګټو په خاطر په هیواد کې د ملي ګټو پروړاندې ستونزې جوړې نه کړي او د دا ډولو پروژ په پلې کېدو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د فواید عامې سرپرست زیاته کړه چې د دې سرک د کار ځنډیدل به د جاپان په مرستو اغیز ونه کړي د ده په وینا په کابل کې د جاپان سفارت چارواکو ور سره د خپلو مرستو پردوام ټینګار کړی.

د فواید عامې وزارت چارواکو په وینا جاپان په افغانستان کې په بیلابیلو برخو لکه پوهنې، کرهنې ښاروالې او همدرانګه د سرکونو جوړولو په برخه کې مرستې کړي او ژمنه یې کړې چې په راتلوونکې کې به خپلي مرستې نورې هم زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG