د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

امنیتي ځواکونو او اړو خلکو ته د ویني د ورکولو کمپاین پیل شو


د هېواد د مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په ابتکار امنیتي ځواکونو او اړو خلکو ته د ویني د ورکولو کمپاین پیل شو.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د محمد داوود په روغتون کې یو شمېر لوړ پوړودولتي چارواکوهم برخه اخیستې وه.

د دې کمپاین لومړی وینه ورکوونکی سندرغاړی فرهاد دریا و.

ده په اووتنو لوړ پوړو دولتي چارواکوغږ وکړچې د هېواد اړو او په تیره د امنیتي ارګانونو د ټپي منسوبینو په نامه دې وینه ورکړي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل وويل، د ویني ورکړه سالم انسان ته هیڅ زیان نه رسوي او د بل اړ انسان ژوند ژغورلی شي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ویني د ورکولو کمپاین په داسې بڼه پیل شو چې په کې د لوړو دولتي چارواکو نوم اخستل کیږي څو د امنیتي ارګانونو او عامو محتاجو خلکو په نامه وینه ورکړي.

دا کمپاین د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د محمد داوود په روغتون کې په داسې حال کې پیل شو چې یو شمېردولتي چارواکوپه کې برخه اخیستی وه.

دا کمپاین چې د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په ابتکار پیل شوی لومړې وینه ورکوونکی هم فرهاد دریا و، هغه وویل:

″له امنیتي ارګانونو څخه د خلکو ملاتړ د اب حیات ارزښت لري، د امنیتي ارګانونو ټپیان ته د وینې د ورکولو کمپاین یوملي پروګرام دی او باور لرم چې د حکومتي چارواکو او خلکو په مرسته به دوام ورکړي.″

د کمپاین د طرحې سره سم فرهاد دریا د جمهوررییس، د حکومت د اجرایي ريیس او د پنځه نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو نومونه یاد کړل چې هغوې هم په دې کمپاین کې شریک او وینه ورکړي.

په دې کمپاین کې حاضرو چارواکو وینې ورکړې او هر یود اوو نورو چارواکو نومونه یاد کړل.

د پیل شوي کمپاین ګډون کوونکي د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل تاکید وکړ چې دولتي چارواکو او خلک دې د خيل یو هېواد وال د ژوند د ژغورلو په خاطر یوه اندازه وینه ورکړي.

دې وویل د وینې ورکړه نه یوازې دا چې زیان نه لري بلکې روغتیا ته ګټه هم رسوي:

″خپل یو هېوادوالو ته وینه ورکول یوه ملي وجیبه ده، وینه ورکول انسان ته زیان نه رسوي بلکې د یو ټپي ژوند پرې ژغورل کیږي، هېواد پر موږ حق لري که وینې ته ضرورت شي لازمه ده چې وريې کړو.″

د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې اوس مهال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د امنیتي ارګانونو ټپي منسوبینو او نورو اړو خلکو ته د وینې په بانکونو کې اویا فیصده وینه ذخیره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني راپورونه وايي، په جنګونو کې کله کله د امنیتي ارګانونو ټپي منسوبین د وینو د نه رسیدو له امله ساه ورکوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG