د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

ولسمشر احمدزي، د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وباله


افغان ولسمشرنن د بیجینګ په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه او د افغانستان پرمختګ یې د ټولې سیمې په ګټه وباله.

ولسمشراشرف غني احمدزي ترډېره په دې وینا کې اقتصادي مسایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان د اسیايي ملکونو د زړه حیثیت لري، که دا هېواد پرمختللی او سوکاله وي د ټولې سیمې لپاره ګټور تمامیدلی شي.

ښاغلي احمدزي وویل، افغانستان سترې طبیعي زیرمې په واک کې لري، که د چین په کارخانو کې ترې کار واخیستل شي د دغه هېواد په پرمختګ کې ستر رول لوبولی شي.

ولسمشراحمدزي همدا رازسیمه ییزسازمانونه هم یاد کړل او ویې ویل چې له دې لارې به د سیمې د هېوادونو د همکارۍ په وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.

تمه ده ولسمشراحمدزی د چین له صدراعظم سره هم وګوري او له هغې وروسته به د چین د کمیونیسټ ګوند له مشر سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG