د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

وکیلان: په ولسي جرګه کې مالي او اداري فساد شته


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې په دې جرګې کې اداري او مالي فساد ډیر زیات دی.

د دې جرګې یو شمېرغړو د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې اداري پلاوی او د تفتیش کمیسیون باید په دې اړه پراخې څیړنې وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، که اسناد موجود وي په دې اړه به څیړني ترسره کړي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي په دې جرګې کې اداري او مالي فساد زیات بولي او غوښتنه کوي چې باید په دې اړه جدي څیړنې وشي.

دوی وایي چې په ولسي جرګې کې د مالي او اداري فساد له امله ان بهرنیو هېوادونو ته غیر ضروري سفرونه کیږي چې د افغانستان ملي بودجې ته یې ډیر زیان اړولی دی.

د ولسي جرګې غړي ډاکټر ظهیر سعادت د دې جرګې د چهار شنبې ورځې په عمومي غونډه کې له دې امله سخت انتقاد وکړ او غوښتنه یې وکړه چې باید په دې اړه پراخې څیړنې وشي:

"موږ ډیر کله د دولت په نورو ارګانونو کې د اداري او مالي فساد له امله خبرې او انتقادونه کړي خو په ولسي جرګې کې مو د مالي او اداري فساد په اړه خبرې نه دي کړي.

په ولسي جرګې کې مالي او اداري فساد زیات دی او زه غوښتنه کوم چې د دې جرګې د مرکزي تفتیش کمیسیون او اداري پلاوی دی دا موضوع تعقیب کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ډیر کله د ولسي جرګې نصاب نه وي پوره او د دې جرګې ځینې غړي وایي چې ډیر شمېر وکیلان په خپلو شخصي کارونو او ګټو پسې ګرځي.

دغه راز د ولسي جرګې یو شمېر نورغړي داسې شکایتونه هم کوي چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه هم په ځینو مواردو کې له اړتیا پرته ترسره او نوبت هم په کې په پام کې نه نیول کیږي.

‍‍د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام که څه هم په دې جرګې کې اداري او مالي فساد نه ردوي خو وایي که د دې جرګې هر غړی په دې اړه اسناد ولري دوی ته دې د څیړلو لپاره وړاندې کړي:

"که هر وکیل صاحب د ولسي جرګې د دارالانشا په اړه د فساد اسناد او شواهد ولري کولای شي چې د ولسي جرګې اداري پلاوي ته یې وسپاري.

اداري پلاوی او مربوط کمیسیون به هغه وڅیړي او ولسي جرګه به خپله پریکړه وکړي."

تردې وړاندې هم د ملي شورا یو شمېرغړو، سیاسي څیړونکو او عامو خلکو پردې شورا انتقادونه کړي چې خپل کارونه په وخت او سمه توګه نه ترسره کوي.

خو د ملي شورا دواړو جرګو دا انتقادونه رد کړي او ویلي یی دي چې له ستونزو سره سره یې خپل کارونه چې د قوانینو تصویب او د حکومتي ارګانونو د فعالیتونو څارنه ده سم ترسره کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG