د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

نظري: نوی حکومت دې د پوهنتونونو خپلواکۍ ته جدي پام وکړي


د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کوي چې نوی حکومت باید د پوهنتونونو خپلواکۍ ته جدي پام وکړي.

د دې وزارت د کیفیت د تضمین رییس محمد نظیر نجرابي د چهار شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل په وروستیو څوکلونو کې ځینې کړۍ د هېواد په پوهنتونو کې د کیفیت د لوړیدو د مخنیوي لامل شوي دي.

ښاغلي نظیرد ملي یووالي له حکومته وغوښتل څو په هېواد کې د پوهنتونو د کیفیت د لوړوالي په خاطر د دې وزارت د بودیجې په هکله بیا کتنه وکړي.

د هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت د لوړولو په خاطر د چهار شنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل، هڅې کوي چې د هېواد په پوهنتونونو کې د تدریس میتود د نړۍ په کچه لوړ کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین رییس محمد نظیر نجرابي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې په هېواد کې د لوړو زده کړو کییفت ته د حکومت د نه پام له امله پر زده کړو منفي اثر شوی دی:

"په تېرې یوې لسیزې کې پوهنتونونو ته پام نه وو، د پوهنتونو خپلواکې په هغه ډول ضرور وه نه ده ورکړل شوې او بل دا چې تاسو ګورﺉ د لوړو زده کړو وزارت تر ټولو کمه بودیجه ځانګړې شوې، له نوي حکومته مو دا غوښتنه چې له وسله والو ځواکونو له وزارتونو وروسته دې لوړو زدکړو ته زیاته بودیجه په واک کې ورکړي."

په ورته وخت کې د کابل په پوهنتونونو کې د زده کړو پر وړاندې ستونزو ته د حل لارو موندلو په نامه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د کابل په طب پوهنتون کې جوړه شوې وه، ډيري استادانو له نوي حکومته وغوښتل چې د افغانستان په پوهنتونو کې د زده کړو د کیفیت لوړول په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.

په دې هکله یو شمېرمحصلینو خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

"له نیکه مرغه زموږ ځیني مضامین اپدیټ شوي دي، انټرنټ زموږ استادان لاسرسی لري د انترنټ نه مواد را اخلي خو متصافه ځیني مواد چې زموږ پخوانيو استادانو لوستي هماغه مواد دي چې په پخواني میتود باندې تدریس کیږي."

له دې مخکې هم په کابل پوهنتون کې د زده کړو د میتود د غیر معیاريتوب په هکله شکایتونه موجود وو.

اوس د کابل پوهنتون ډیري محصلین په دې باوردي چې تېرحکومت د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی او تمه لري چې د ملي یووالي حکومت به د دوی غوښتنو ته غوږ ونیسي.

XS
SM
MD
LG