د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

باجوه: افغانستان په وزيرستان کې د عملياتو په اوږدو کې لازمه همکاري نه ده کړې


د پاکستان پوځي مقاماتو پر افغان ملي اردو او همداراز په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ پر مېشتو نړېوالو ځواکونو نيوکه وکړه، چې په شمالي وزيرستان کې يې د سخت دريځه وسله والو پرضد د پاکستانيو ځواکونو د پوځي عملياتو پر مهال ورسره لازمه همکاري نه ده کړې.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې يوې خبرې غونډه ته په وينا کې وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو تر پيلولو مخکې افغان دولت او نړېوالو ځواکونو ته ويلي وو، چې په دې لړ کې به موږ سره لازمې مرستې کوي، خو له بده مرغه افغان دولت لا تر دې دمه زموږ د غوښتنې مثبت ځواب نه دى راکړى.

نوموړي همداراز يو ځل بيا تور ولګاوه، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو تر پيلېدا وروسته د پاکستانيو طالبانو مشر ملا فضل الله او دده ډېرى ملګري د افغانستان ختيځو ولايتونو کونړ او نورستان ته اوښټي او هلته يې د پاکستان د کې ورانکارۍ هدف روزنيز کيمپونه جوړ کړي دي.

عاصم باجوه همداراز وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې پوځي عمليات د ټولو هغو وسله والو ډلو پرضد دي، چې په دې سيمه کې مېشت دي او دوى به چاته اجازه ورنه کړي، چې د دوى خاوره د نورو هېوادونو پر ضذ وکاروي.

هغه وويل، چې ځينې ترهګر له شمالي وزيرستان څخه خيبر ايجنسۍ او نورو قبآيلي سيمو ته تښتېدلي، خو پاکستاني ځواکونو ورپسې دي او پښو ايېښودو ته به يې پرېنږدي:

" له دې ځايه [شالي وزيرستانه] چې کوم خلک [ترهګر] وتلي وو، او افغان پولې ته نيزدې د خيبر ايجنسۍ په کوکي خېلو او ځينې نورو سيمو کې پټ شوي وو، نو ددې اړتيا وليدل شوه چې هلته هم بايد عمليات وشي، ترڅو ترهګر دلته پنجې ښخې نه کړي، نو د همدې هدف لپاره په مو دې سيمه کې د خيبر ون په نامه پوځي عمليات پيل کړي او ګڼ شمېر ترهګرو ته مو مرګ ژوبله اړولې ده."

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون په ١٥مه نېټۀ په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او تر دې دمه په دغو عملياتو کې د سلګونو کورنيو او بۀرنيو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

شمالي وزيرستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبآيلي سيمه ده او ويل کېږي، چې په دې سيمه کې د القاعدې او حقاني شبکې په ګډون د پاکستانيو وسله والو طالبانو او يو شمېر نورو ترورېستي ډلو جنګيالي مېشت دي، چې له دې ځايه نه يواځې په پاکستان، بلکې په افغانستان کې هم ترورېستي فعاليتونه کوي.

د باجوه په وينا، په شمالي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو په اوږدو کې تر دمه تر ١١٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي او همدراز يې د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پټڼځايونه يې له منځه وړي او همداراز زرګونه ټنه بارودي مواد يې هم نيولي دي.

هغه همداشان زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې تراوسه له وسله والو سره په مخامخ نښتو کې تر ١٠٠ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

که څه هم پاکستانى پوځ په شمالي وزيرستان کې د خپلو برياوو ادعا کوي، خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې باور دي، چې د پاکستانيو ځواکونو د پوځي عملياتو حقيقت به هغه مهال څرګند شي، چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG