د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبآيلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر يا ISPR چارواکيو ددې هېواد رسنيو ته ويلي، چې د پنجشنبې په شپه د خيبر ايجنسۍ په سپين قمر او ځينو نورو سيمو کې د روانو پوځي عملياتو په اوږدو کې د پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه جګړه شوې، چې په نتيجه کې ٢١ مشکوک وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټبيان شوي دي.
دوى همداراز وايي، چې په دغو نښتو کې ٨ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.
پاکستانيو ځواکونو په دې وروستيو کې په خيبر ايجنسۍ کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې تر دمه يې په دغو عملياتو کې هغوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ډېرى وسله والو ځانونه حکومت ته هم تسليم کړي دي.
د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل، چې په خيبر ايجنسۍ کې يې د (خيبر ون) په نامه پوځي عمليات په برياليتوب روان دي او تر دې دمه پکې تر ٤٠ زيات وسله وال وژل شوي.
هغه همداراز وويل، چې ددې عملياتو له امله په پېښور کې امنيتي وضعيت ښه شوى او په ترورېستي بريدونو، انسان تښتونې او نورو جنايي پېښو کې ځرګند کموالى راغلى دى:
" په خيبر ايجنسۍ کې تراوسه پورې ١٠٠ وسله والو ځانونه حکومت ته تسليم کړي ، ٤٤ وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. په خيبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو د ګټې په اړه بآيد ووايم، چې لکه څرنګه په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله په ټول پاکستان کې امنيت ښه شوى، همداشان په خيبر ايجنسۍ کې د عملياتو په نتيجه کې د پېښور په امنيت کې څرګند ښه والى راغلى او ترورېستي پېښې کمې شوي دي."
باجوه زياته کړه، چې په سيمه کې به تر هغې عمليات روان وي، ترڅو چې يې وسله والې ډلې له منځه نه وي وړي.
خيبر ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې له افغانستان او د خيبر پښتونخوا له مرکز پېښور او يو شمېر قبايلي سيمو سره نښتې اوږدې پولې لري.
ويل کېږي، چې په دې سيمه کې دا مهال د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د لشکر اسلام او انصاراسلام په نامه د وسله والو ډلو جنګيالي مېشت دي، چې نه يواځې په يادې سيمې ، بلکې د پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ترورېستي بريدونه کوي.
د يادونې وړ ده، چې خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه په خيبرايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د سخت دريځه وسله والو د وژلو د ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې په سيمه کې ګرځبنديز دى او خبريالانو ته د ورتګ اجازه نشته.
راپور: ذبيح شفق