د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

جنوبي وزيرستان: د امريکا بې پيلوټه الوتکو ٤ وسله وال وژلي


د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې په نتيجه کيې دوى ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جنوبي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا، د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د پنجشنبې په ورځ سهار د جنوبي وزيرستان مرکز واڼا ته نزدې د برمل په اعظم ورسک کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي وېشتلي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږۀ ٤ مشکوک وسله وال وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

ناتائید شوي راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې دوه تنه بهرني وسله وال هم شامل دي خو د هویت په باب يې لا کره معلومات ندي ورکړل شوي.

په سيمه کې يوه امنيتي مقام د خپل نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې بې پيلوټه الوتکو پر هغه کور توغندي وېشتي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې مشکوک وسله وال جنګيالي پکې اوسېدل.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې اوس هم د بې پيلوټۀ الوتکو پروازونه روان دي.

په دې وروستيو کې د اسلام اباد له مخامخ مخالفت سره سره پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو يو ځل بیا زور اخیستی.

دا په روان ميلادي کال کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ١٥ بريد دى، چې ١٣ يې پر شمالي او ٢ يې پر جنوبي وزيرستان شوي او لسګونه مشکوک وسله وال پکې وژل شوي دي.

که څۀ هم د امريکا بې پيلوټه الوتکې په دې وروستيو کې ډېرى بريدونو پر شمالي وزيرستان کوي، خو ددې ترڅڼګ کله کله په جنوبي وزيرستان کې هم د وسله والو مرکزونو نښه کوي.

د پاکستان دولت، چې له تیرو څو کلونو راهیسې ددغو بريدونو د بندولو غوښتنه کوي او په روانه اوونۍ کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې یوارې د بې پيلوټۀ الوتکو د بريدونو پرضد غږ پورته کړ او له متحدو ایالاتو یې وغوښتل چې نور باید دا لړۍ ودروي.

اسلام اباد دا حملې پر خپله خاوره تیری خو متحد ایالات يې د ترورېزم ضد جګړې یوه برخه او د سخت دریځو د ځپلو تر ټولو غوره وسیله ګڼي.

له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې د پاکستان پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او سر سړي وژل شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG