د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د خوست په اداري کمپلیکس کې لمریز څراغونه نصب شول


نجیب الله الوخېل

د خوست د اداري کمپلیکس پراخه ساحه چې د حکومتي ادارو خواوشاه دیرش ودانۍ په کې ابادې شوې او پاتو ادارو ته هم په کې د ودانیو کار روان دی، د سړکونو په دواړو خواوو کې يې د لمریزې بریښنا څراغونه نصب شول، چې تر دې وروسته به دا سیمه د شپې له خوا په همدې څراغونو روښانه وي.

د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت چارواکیو مشال راډیو راډیو سره په خبرو کې د دې څراغونو د ارزښت په تړاو وویل، چې نصب شوي څراغونه به د کمپلیکس په روښانولو، د امنیت په ساتنه او د دې سیمې په ښکلا کې ګټور تمام شي.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې پدې شپیتو څراغونو به په ځانګړي ډول د شپې له خوا د اداري کمپلیکس د سړکونو دواړه خواوې روښانه وي.

ده همدارنګه د خوست ښار د غازي ببرک خان ځدراڼ په تفریحي پارک کې هم د ورته یو شمېر لمریزو څراغونو د نصبولو خبره وکړه:

"موږ نن د اداري کمپلیکس په داخل کې د لمریزو څراغونو د هغې پروژې افتتاح وکړه، چې په دې ځای کې ډېر ضروري او په هره برخه کې مفید او ګټور تمامیږي، د دې رڼا څخه به هم امنیتي سرتیري او د اړتیا په وخت کې به په خپله مامورین ورڅخه ګټه پورته کوي او دا سیمه به روښانه وي."

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مشر مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته د دې څراغونو د لګښت او تطبیقوونکې پروژې په تړاو داسې وویل:

"د دې ټول لګښت څلور میلیونه پنځه لکه ۶۵ زره افغانۍ چې درې اتیا زره امریکايي ډالر ترې راځي، د دې څراغونو مالي لګښت ددې CCI یا د ټولنې د نښلونې د نوښت د پروګرام له لوري ورکولو کیږي."

د خوست د پوهنې ریاست یو تن کارکونکي صدراعظم باوري هم د دې څراغونو نصبول ګټور بولي:

"دا ګروپونه او شمسي يې چې ولګيدې، که مامورین د شپې له خوا دفتري کارونه کوي، دوی له پاره هم ډېر زیات سهولت ورته رامنځته کیږي،د شپې له خوا د ا تعمیرونه او دا ساحه ډېره ښکلې مالومیږي."

د کمپلیکس په سیمه کې که له یوې خوا لیدونکي او حکومتي مامورین د سولر یا لمریزې برښنا څراغونو ته خوښ دي، خو بل خو اندیښنه لري، که چیرې د دې څراغونو سمه څارنه او ساتنه و نه شي، نو ښايي دا څراغونه به هم د هغو په شان ورک او بته شي، چې د بهرنیو سرتیرو له خوا د خوست به بیلابیلو ښارګوټو، د ولسوالیو ودانیو ته نږدې او یا د سړکونو پر سر نصب شوي ول، خو اوس یې نښې نښانې هم نه دي پاتې شوې.

XS
SM
MD
LG